د مصر پاڅون او اخوان المسلمين

د انځور حقوق AFP
Image caption په مصر کې کمزوري اقتصادي او نابرابر ټولنيز حالت له پخوا مصريان بوګنولي وو

يو قوم چې په خپل حال کې په خپله بدلون رانه ولي، خدای تعالی يې نه وربدلوي. د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په لومړيو کې به هغه بدلون د مصريانو په خوب او خيال هم نه تېرېده، چې د همدې مياشتې په پای کې يې په خپل خوځښت ورته لار هواره کړه. مصريان له عربي پسرلني پاڅون سره مله شول او په مصر کې يې بشپړ او ژور سياسي او ټولنيز بدلون راووست.

د عربي پاڅون کيسه په تونس کې پيل شوه. د ۲۰۱۰ کال په وروستيو کې د دغه هېواد مخ پر ځوړ اقتصاد او بې روزګارۍ د خلکو ژوند خورا سخت کړی و او له امله يې پيل شويو لاريونونو ورځ په ورځ زور اخيست. محمد بوعزيزي د تونس په سيدي بو زيد ولايت کې د سبو پلورونکی و، د ناوړه اقتصادي حالت او پوليسو تنګونې له لاسه يې ځان ته اور واچاوه، چې ورسره يې د لاريونونو د پيل اور هم بل کړ.

د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په نيمه کې د دغو لاريونونو زور خپل اوج ته رسېدلی و، او لا په لوړېدو و. ډېر وخت تېر نه شو چې د خلکو په فشار زين العابدين بن علي له ۲۳ کلنې واکمنۍ وروسته څوکۍ پرېښودو ته اړ شو. د تونس پاڅون نړيوال هېښ کړل، په تېره بيا عربانو لپاره يو داسې واقعيت و، چې يوه يا دوه اوونۍ مخکې يې ګومان هم نه کاوه.

د مصريانو هم وروځې هسکې او سترګې رڼې شوې وې. دوی هم دا پوښتل که د تونسيانو تجربه وازمويي کار به ورکړي؟

د تونس پر بريالي پاڅون به لا يوه اوونۍ نه وه تېره، چې په مصر کې هم د ټولنيزو شبکو، په تېره بيا فېسبوک له لارې د تونس تجربې کيسې او ګونګوسي په زياتېدو شول. دوی هم د سې شنبه/دری نۍ پر ورځ چې د جنورۍ ۲۵مه وه، لاريونونه پيل کړل. ډېرو داسې تبصرې کولې، چې مصر تونس نه دی، او مبارک پر ځواکمنو پښو پر واک ناست دی.

خو د لاريونيانو او احتجاجيانو هوډ پياوړی و. په مصر کې کمزوري اقتصادي او نابرابر ټولنيز حالت له پخوا مصريان بوګنولي، او داسې وخت ته سترګې پر لار وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption حسني مبارک د ۱۹۸۱ اوکتوبر کې د انور السادات له وژل کېدو وروسته ولسمشر شو.

په مصر کې د بدلون تګلوری

د حسني مبارک نژدې ۳۰ کلنې واکمنۍ وروستۍ لسيزې په اوږدو کې په مصر کې دبدلون او اصلاحاتو غوښتنې په زياتېدو وې. د کفايه (بس ده)، امل (هيله) او اپرېل ۶ مې په نامه غورځنګونو په څېر بېلابېلې ډلې او غورځنګونه جوړ شول. حسني مبارک د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې نورو کانديدانو ته د سيالۍ ډګر پرانيست. په دغو ټاکنيزو سياليو کې يې مخور سيال د الغد ګوند مشر ايمن نور و. خو پايلي يې دا چې همده په اکثريت وګټلې، نورو ته د منلو وړ نه وې.

د معلوماتي ټکنولوژۍ په پرمختګ او پر انټرنېټ د ټولنيزو شبکو دودېدنې د خلکو تر منځ د تړاو او هم پر چارو د پوهاوي لارې اسانه کړې وې. د واکمن ملي ډيموکراټيک ګوند د خپلو پښو ټينګونې لپاره بېلابېل ګامونه واخيستل. د اصلاحاتو او سمونو په موخه به يې د ګوند او ځوانانو غونډې کولې.

د حسني مبارک زوی جمال د خپل ګوند په فعاليتونو کې ډېر راڅرګندېده او د خپل ګوند او بيا د هېواد مشرۍ ته يې د برابرولو ګونګوسي زيات شول.

خو د حسني مبارک د وروستۍ لسيزې حکومت فعاليت خورا کمزوری و، پرمختيايي پروژې يې پلې نه شوی کړی او نه يې هم په اقتصادي او سياسي حالت کې ښه والی راوستی شوی، چې ورسره د خلکو ترمنځ نهيلۍ په پراخېدو وې. د ځوانانو ترمنځ د بې کارۍ کچه خورا لوړه شوې وه.

د ۲۰۱۰ کال د نومبر پرلماني ټاکنو په اړه غوسه پراخه خپره وه، چې واکمن ګوند په کې په اکثريت څوکۍ وګټلې. د تونس پاڅون او بيا يې برياليتوب مصريانو ته هم د زړورتيا سېک ورکړ. دوی هم د تونسيانو پر لار د ګامونو اخيستو ملا وتړله. د پلازمېنې قاهرې له تحرير ميدان نيولې، د مصر بېلابېلو ښارونو کې د خلکو لاريونونه په ډراماټيک ډول ځواکمنېدل.

ولسمشر مبارک د واک پرېښودو نيت نه درلود، د تحرير ميدان د جنورۍ ۲۸ مې جمعې ورځې له ستر لاريون وروسته مبارک پر ټلوزيون راڅرګند شو، او د حکومت بدلونې او بيا د خپل مرستيال ټاکنې سره، چې درۍ لسيزي يې سترګې پرې پټې کړې وې، هڅه کوله چې لا پر واک منګولې ټينګې کړي.

خو د سلګونو له مرګژوبلې سره لاريونونو د مصريانو هوډ پياوړی کړی و. پاڅون بريالی شو او د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۱۱ مه وه چې حسني مبارک او نظام يې راوپرځول شول.

د پرون بند شوي د نن ګټونکي

د مصر پاڅون تر ټولو لوی ګټونکی اړخ، د اخوان المسلمين غورځنګ و. دغه غورځنګ چې د ۱۹۲۸ کال په مارچ کې يې حسن البناء بنسټ ايښی په تېرو څه د پاسه ۸۰ کلونو کې له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی دی.

له واکمنو سره يې لومړی ټکر په ۱۹۴۸ کال په پای کې راغلی، کله چې پر بريتانوي او يهودي ګټو له بريدونو سره په تړاو د مصر د وخت لومړي وزير محمود فهمي النقراشي دغه ډله منحل اعلان کړه، او يو شمېر مشران يې ونيول.

له دغې پرېکړې څو اوونۍ وروسته لومړی وزير نقراشي ووژل، چې د تور ګوته يې بيا اخوان المسلمين ډلې ته ونيول شوه. که څه هم دغه پېښه د اخوان المسلمين بنسټ ايښودونکي حسن البناء وغندله خو دی هم څو مياشتې ورسته د ۱۹۴۹ کال په فبرورۍ کې په قاهره کې د يو نامعلوم وسله وال له لوري په نښه او ووژل شو، چې بارو کېده د امنيتي ځواکونو غړی و.

د اخوان المسلمين ايډيولوژي چې د قرآن کريم لارښونو پر بنسټ ولاړه ده، په مصر کې په خپرېدو وه. باور دی چې د ۱۹۴۰ لسيزې په وروستيو کې په مصر کې د اخوان المسلمين پلويانو شمېر تر ۲ مليونو رسېده، او نظريې يې د عربي نړۍ لروبر خپرې شوې وې.

Image caption د جمال ناصر واکمني د اخوان المسلمين پر وړاندې له ځپونکو وختونو بلل کېږي.

د ۱۹۵۲ کال جولای پر ۲۳ مه مصري پوځيانو چې ځانونه يې (خپلواک ضابطان) بلل، د محمد نجيب په مشرۍ پاڅون وکړ، او د ملک فاروق شاهي نظام يې ونړاوه. که څه هم اخوان المسلمين له پاڅون مخکې له پوځيانو سره په تماس کې وو، خو واک ته د جمال ناصر په رسېدو ډېر وخت نه و تېر شوی چې د دغې ډلې او واکمن نظام ترمنځ ملګرتيا په ټکر بدله شوه.

د ۱۹۵۴ کال په اوکتوبر کې په اسکندريه کې پر جمال ناصر بريد وشو، چې د تور ګوته په کې اخوان المسلمين ته ونيول شوه، او له دې سره يې په اړيکو کې تاوتريخوالی زيات شو. د جمال ناصر واکمني د اخوان المسلمين پر وړاندې له ځپونکو وختونو شمېرل کېږي. ډېری مشران يې ونيول شول، او سيد قطب چې د اخوان المسلمين له مخورو فکري غړيو شمېرل کېده، د همده د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۶۶ کال کې اعدام شو.

له جمال ناصر وروسته انور السادات د اخوان المسلمين مشران خوشي کړل، چې ورسره يې وکړی شول خپل سياسي فعاليتونه هم وکړي. د اسرائيلو پر ضد د مصر د ۱۹۷۳ کال اوکتوبر جګړې پر مهال د واکمنو او اخوان السلمين ترمنځ اړيکي نژدې وو، او په جګړه کې د يوې ليکي ملګري وو.

خو د ۱۹۷۷ کال نومبر کې اسرائيلو ته د انور السادات سفر، بيا د ۱۹۷۹ کال په مارچ کې له اسرائيلو سره د سولې تړون لاسليکونې دغه اړيکي خړ پړ کړل. پر سادات د خيانت تور ولګېد او اورپکو ډلو د سزا ورکولو نارې وهلې. د اسلامي جهاد يا د نورو په وينا د عمر عبد الرحمان په مشرۍ الجماعة الاسلاميه ډلې غړي وتوانېدل چې پوځ ته ننوځي، او د ۱۹۸۱ کال د اوکتوبر پر ۶ مه يې انور السادات د پوځي پرېډ پر مهال وواژه.

د حسني مبارک پړاو

د حسني مبارک د ۳۰ کلنې اوږدې واکمنۍ په وخت کې اخوان المسلمين له وفد ګوند سره په ۱۹۸۴ کال او بيا په ۱۹۸۷ کال له عمل يا کارګر او ازادو ګوندونو سره په ائتلافونو کې ورګډ او په مصر کې ستر مخالف ځواک شو. خو کله کله بيا پر اخوان المسلمين د فعاليت کړی تنګه شوې، غړي يې نيول شوي، او له ناقانونه ډلې سره د تړاو په تور پوځي محاکمو ته کاږل شوي او کله بيا هم په بېلابېلو پارلماني ټاکنې کې يې د خپلواکو کانديدانو په توګه پارلمان ته لار موندلې ده.

په ۲۰۰۰ کال کې اخوان المسلمين د خلکو شورا، يا پارلمان ټاکنو کې ۱۷ څوکۍ وګټلې. پنځه کاله وروسته يې د ټاکنو پايلو کې خورا ښې لاسته راوړنې درلودې، او د خپلو خپلواکو کانديدانو له لارې يې ۲۰ سلنه څوکۍ وګټلې. دغه بري د حسني مبارک نظام هېښ کړ، او د دغې ډلې مشرانو او فعالانو په نيولو او زندان ته اچولو يې پيل وکړ.

خو نور نو د انټرنېټ زمانه وه، د تېرو لسيزو په څېر د حسني مبارک وروستۍ لسيزې واکمنۍ کې د خلکو سترګې، غوږونه او خولې په اسانۍ نه شوی پټېدی. د معلوماتيکي ټکنولوژۍ په پراخېدو د خلکو ترمنځ د تړاو مزيو په غځېدو حالت هم په ډراماټيک ډول په بدلېدو و.

د اخوان المسلمين ايډيولوژي او فعاليت

اخوان المسلمين د مصر تر ټولو زوړ او ستر اسلامي سازمان بلل کېږي. دوی وايي يوه داسې ډله ده چې، بنسټ يې د ودې، پرمختګ او پرمختيا دودونې لپاره ايښودل شوی دی.

موخه يې د اسلامي اخلاقو او ښو کړووړو خپراوی دی. په داسې حال کې چې اخوان المسلمين وايي دوی د ديموکراټيکو بنسټونو ملاتړ کوي، خو يوه ټاکلې موخه يې د يو داسې دولت جوړول هم دي چې اسلامي قانون يا شريعت پرې واکمن وي. "اسلام د حل لار ده" د دغې ډلې تر ټولو ډېر مشهور شعار دی چې په نړيواله کچه کارول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption حسن البناء د اخوان المسلمين غورځنګ بنسټ ايښودونکی و.

خو د اخوان المسلمين پر سياسي فعاليت د جمال ناصر له واکمنۍ راهيسې بنديز لګېدلی و، او د مصر اساسي قانون چې لا نه دی بدل شوی، ديني او مذهبي ګوندونو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.

تر ډېره دا باور خپور دی چې د الجماعة الاسلاميه او الجهاد الاسلامي په څېر د مصر توندلارې ډلې له اخوان المسلمين بېلې شوې، او يا يې لږترلږه د دغې ډلې د مخور فکري غړي سيد قطب له ايډيولوژۍ الهام اخيستی دی.

خو اخوان المسلمين په تېرو څو لسيزو کې له نورو توندلارو ډلو سره په توپير خپل فعاليتونه سياسي او سوله ييز ساتلي دي. دوی تر ډېره زيار ايستلی چې د خلکو زړونو ته په ټولنيزو خدمتونو لار ومومي. د دوی ډېر پام پر ټولنيزو مرکزونو دی، په جوماتونو، پوهنتونونو او سوداګريزو مرکزونو کې ډېر فعاليت کوي. په ښارونو کې يې د جوماتونو ترڅنګ روغتيايي کتنځايونه هم جوړ کړي چې د خلکو وړيا درملنه وکړي.

د ډاکټرانو او قانوني وکيلانو ټولنو مشرتابه کې ډېر وخت د دوی خلک دي. د دوی تګلاره پر ټولنه د اغېز ځايونو ته لار موندنه او هم د خلکو زړونو او ذهنونو ګټل دي. خو د خلکو زړونه او ذهنونه که په زيار ګټل کېږي، د واکمنۍ پر مهال يې بيا ساتل هم نه ستومانه کېدونکی هاند او هڅې غواړي.

ورته مطالب