پاکستان او هند بیا خبرې پیل کړې

د انځور حقوق
Image caption د پاکستان او هند د لوړې کچې خبرې راتلونکې میاشت اسلام اباد کې پیلېږي.

پر ممبۍ ۲۰۰۸ کال کې له بریدونو وروسته د پاکستان او هند د لوړې کچې خبرې پیل شوې دي.

دا خبرې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د استازو ترمنځ په نوي ډيلي کې پیل شوې.

په پام کې ده چې دواړه اړخه به د کشمیر د لانجمنې قضیې سربېره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه هم وغږېږي.

هند له پاکستان سره په ۲۰۰۴ کال خبرې پيل کړې وې، خو د ۲۰۰۸ ممبۍ بریدونو دا خبرې ګډې وډې کړې.

دواړه هېوادونه پر سرحدي شخړمنو سیمو له یوبل سره ښکر په ښکر دي.

د تېر ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې نوي ډیلي او اسلام اباد د اړیکو د ترینګلتیا د لیرې کولو خبرې پیل کړې، خو وروسته وځنډېدې.

په پام کې ده چې دا وروستۍ خبرې به راتلونکې میاشت اسلام اباد کې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لا اواره کړي.

ابو جندل

د هند او پاکستان اوسنۍ خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال جلیل عباس ګیلاني او د هغه د هندي سیال رانجان ماتای ترمنځ وروسته تر هغه پیل شوې، چې هند څو ورځې مخکې د ممبۍ د بریدونو په تړاو د سید ذبیح الدین انصاري، چې په ابو جندل مشهور دی، د نیولو اعلان وکړ.

د ابو جندل نیونې پر پاکستان د هند دا ادعا یوځل بیا تازه کړه چې وايي د پاکستان حکومتي عناصرو د ممبۍ په بریدونو کې لاس درلود.

هند دا هم وايي چې ابو جندل پاکستانی پاسپورت درلود، او له پاکستاني مېشتې اورپکې ډلې لشکر طیبه سره یې تړاو درلود.

لشکر طیبه د ۲۰۰۸ د ممبۍ د بریدونو پړه منلې وه، چې لږترلږه ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول.

ګیلاني هند ته له رسېدا سره سم ویلي چې "د ابو جندل په اړه مو د رسنیو راپورونه واورېدل، تر ممکنه بریده به له هند سره همکاري وکړو. هغوی که په پاکستان کې مجرمین وي یا هند کې. ټول ترهګر غندو. "

نوموړي ویلي، هېواد یې ورته ویلي چې د خبرو د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

بل خوا، اسلام اباد کې یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي له هنده غوښتي چې پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره د ابو جندل د تړاو دلیل وړاندې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ام کریشنا له تاجکستانه تر ستنېدا وروسته ویلي، له ابي جندل ترلاسه شوي معلومات له نورو سرچینو تایید ته اړتیا لري "چې په دې سره موږ کولی شي پاکستان باوري وبولو او که څنګه."

ورته مطالب