د HIV د معلومولو آله بازار ته راوځي

Image caption په امریکا کې د هغې آلې خرڅول تصویب شو چې یو څوک پرې کولای شي ځان معاینه کړي چې د آیډز په ناروغۍ اخته دی کنه.

په امریکا کې د هغې آلې خرڅول تصویب شو چې یو څوک پرې کولای شي ځان معاینه کړي چې د آیډز په ناروغۍ اخته دی کنه.

دا آله چې په اورا کویک مشهوره ده د خولې لاړې یا توکاڼې د انټي باډي د معلومولو لپاره کاروي او له ۴۰ دقیقو نه په کم وخت کې نتیجه ورکوي.

امریکايي دولتي څارونکي وايي هیله من دي چې دا آله به د ایچ اي وي خپریدل کم کړي او د هغو کسانو چال چلند به بدل کړي چې په ایچ آی وي اخته دي او تراوسه ترې بي خبره دي.

په داسې حال کې چې له تیرو دوو لسیزو راهیسې هرکال په امریکا کې د ایچ آی وي ایډز ۵۰ زره پېښې ثبتېږي دولتي شمېرې په آټکلي توګه وايي یو عشاریه دوه میلیونه کسان پرایچ آي وي اخته دي او له دې ډلې په سلو کې شل یې نه پوهیږي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره وايي هیله منه ده چې له اورا کویک سره هغه کسان هم وتوانېږي چې د ایچ اي وي معاینه وکړي چې نورو معایناتو ته لاس رسۍ نه لري.

دغې آدارې دا هم ویلې چې د اورا کویک د معاینې نتیجه ښايي په سلو کې سل سمه نه وي او په ځینو حالات کې به خلک اړ وي چې له ډاکټرانو سره هم سلا مشورې وکړې.

د اورا کویک آله به پر ۳۰ زرو درملتونونو سربیره پر انټرنیټ او نورو دوکانونو کې هم پلورل کیږي.

د اورا کویک آلې جوړونکې کمپنۍ نه دي ویلي چې اورا کویک به په څو ډالرو پلورل کیږي خو وايي بیه به یې له شپیتو ډالرو کمه وي.

بازار ته د اورا کویک د راوتلو دقیقه ڼیټه هم نه ده په ډاګه شوې خو ویل شوي چې په څو میاشتو کې به بازار ته راوځي.

هغو ډلو چې د ایډز پرضد مبارزه کوي د دې ګام هرکلي کړی دی.

ورته مطالب