د سوریې حکومت مخالفان جوړجاړي ته ونه رسېدل

د انځور حقوق s
Image caption سوريه کې لا تاوتريخوالى هماغسې روان دى او مخالفين د نورې مرگ ژوبلې ويناوې کوي

د سوريې د حکومت مخالفانو په قاهره کې هغه عمومي پلان ومانه چې له اوسني حالت نه د هېواد د ايستلو لپاره چمتو شوى، خو غونډې دغه راز په مخالفينو کې ژور بېلتون هم په ډاگه کړ.

استازو دا وټاکله چې لنډمهالی پړاو به څه ډول وي او که د ولسمشر اسد په گوښه کولو بريالي شول، نو څه به کېږي؟

خو دوى د داسې يوه گډ تشکيل په جوړولو کې پاتې راغلل چې له نړيوالو ځواکونو سره يې په خبرو کې استازيتوب وکړي.

له بلې خوا د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ روسيې ته د ولسمشر بشار الاسد د حکومت پر روان ملاتړ گواښنه اورولې ده. ښاغلي هېگ په پاريس کې تر خبرو وروسته چې ټاکل شوې د سوريې د دوستانو غونډه په کې د جمعې په ورځ جوړه شي، دا څرگندونې کولې.

"روسيه بايد پوه شي چې د سوريې حالات د ړنگېدو، د يوه کرغېړن او لا نور تاوتريخوالي او په چټکۍ سره ويجاړېدونکي بشري حالت پر خوا روان دي. آن که د ولسمشر اسد لاس آزاد هم وي چې جنايتونه وکړي، لکه چې کوي يې، په سوريه کې به حالات کابو نشي کړاى. نو ځکه د اسد رژيم تر څنگ درېدل بې مانا دي.

دا يو ناکام او ډوبېدونکى رژيم دى. مهم ټکى دادى چې ددې کړکېچ د خونړي اوږدوالي پر ځاى د يوه سوله ييز لنډمهال پړاو د جوړېدو هڅه وشي.

نو ځکه موږ لا هم هڅه کوو چې دا دلايل مو خپلو روسي همکارانو ته وړاندې کړو او فکر کوم دا دلايل بيخي رېښتوني دي."

په خپله په سوريه کې لا تاوتريخوالى هماغسې روان دى او مخالفين د نورې مرگ ژوبلې ويناوې کوي.

د رژيم د جگپوړو پوځيانو تېښته هم روانه ده او بل جنرال يې د چارشنبې په ورځ ترکيې ته اوښتى دى. په دې سره د سوريې له پوځ نه د ټولو تښتېدلو جنرالانو شمېر لږ تر لږه ١٥ ته ورسېد.

ورته مطالب