برتانيا: د پوځ د لويې قطعې ړنگولو پلان له نيوکو سره مخامخ شو

د برتانيا د حکومت دا پلان چې د پوځ ١٧ لويې قطعې ړنگوي او ٢٠ زره منظم پوځيان تر ٢٠٢٠ کاله له کاره باسي، د ولسي جرگې د غړو او پخوانيو پوځيانو له نيوکو سره مخامخ شوى دى.

مخالف کارگر گوند دغه کار، لنډ نظري بللى چې ښايي برتانيا له خطر سره مخامخ کړي.

خو دفاع وزير فلېپ هاموند وويل پوځ به "راتلونکي ته ځيراو اوس مهالى جنگي ماشين" وي.

په هغو قطعو کې چې د ړنگېدو پلان يې جوړ شوى، څلور پلي کنډکونه هم راځي.

ټاکل شوى چې د منظمو پوځيانو شمېر له ١٠٢ زرو نه ٨٢ زرو ته ولوېږي، خو د احتياط ځواکونو شمېر به دوه ځله ډېر او تر ٣٠ زرو ورسېږي.

د پوځ شمېر به د هغه څه نيمايي وي چې د سړې جگړې پر مهال و.

پر ١٩٧٨ کال د ټولو برتانوي پوځيانو شمېر تر ١٦٣ زرو تنو رسېده.

د دفاعي چارو لپاره د کارگر گوند مسوول جېم مرفي دا پلان "پوځي جواري" بللې چې برتانيا ته به د بوير له جگړې راهيسې تر ټولو کوچنى پوځ ورپرېږدي.

هغه وويل: "کارونه او پوځي وړتيا له منځه ولاړه او تاريخ او دودونه قرباني شول. دا پوځ نه يوازې کوچنى دى، چې په يوه لږ اغېزناک هېواد کې يو کمزورى پوځ هم دى."

خو دفاع وزير فليپ هاموند وويل:

"د تېر حکومت له خوا د خورا ډېرو پيسو تر لگولو وروسته، موږ اړ شوي يو چې د يوه پياوړي، اوښتونکي او له شرايطو سره سمېدونکي وسله وال ځواک د رامځنته کولو په اړه خپل نظر پلى کړو."

برتانيا په افغانستان کې شاوخوا نهه زره پوځيان لري، چې ځينې سياستوال وايي په پوځ کې وړانديز شوى کمښت به نور دې هېواد ته وس ورنکړي چې د افغانستان په څېر عملياتو کې گډون وکړي.

ورته مطالب