لېبیا ۵۰ کاله وروسته ازادې ټاکنې کوي

لېبیا د انځور حقوق AFP
Image caption په دغو ټاکنو کې موقت پارلمان ته ۲۶۳۹ مستقل کاندیدان او د سیاسي ډلو او ګوندونو ۳۷۴ غړي درېدلي دي، چې پر ټاکنو نژدې ۳۵ نړیوال څارونکي څارنه کوي.

په لېبیا کې تر ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ وکیلانو د ټاکلو لپاره ازادې پارلماني ټاکنې کېږي.

په داسې حال کې چې لېبیا کې ازادې پارلماني ټاکنې کېږي، ددغه هېواد بنغازي کې ناپېژاندو وسله والو د هېواد د ټاکنو د عالي کمیسیون د غړو پر یوې الوتکې برید کړی.

چارواکو ویلي چې په برید کې د کمیسیون یو غړی وژل شوی.

دغه الوتکه د بنغازي بنینه هوايي ډګر ته روانه وه.

لېبیایان د لنډمهالي پارلمان لپاره ۲۰۰ غړي ټاکي.

د لېبیا د انتقالي ملي شورا مرستیال مصطفی الهوني ویلي "دغه ټاکنې د ازادۍ، دیموکراسي او نوي راتلونکي لپاره یوه دروازه ده."

د ټاکنو عالي کمیسیون ویلي، ټاکنو ته چمتووالی بشپړ شوي چې په وینا یې " دا په هېواد کې د معمرالقذافي د نظام له ړنګېدو وروسته لومړنۍ دیموکراتې او ازادې ټاکنې دي.

په دغو ټاکنو کې موقت پارلمان ته ۲۶۳۹ مستقل کاندیدان او د سیاسي ډلو او ګوندونو ۳۷۴ غړي درېدلي دي، چې پر ټاکنو نژدې ۳۵ نړیوال څارونکي څارنه کوي.

په دغو ټاکنو کې بریالي کسان او پارلمان ه د نوي انتقالي حکومت غړي ټاکل کیږي، او بیا به ولسمشریزو ټاکنو ته لار هوارېږي.

په بهرې کې لېبیايي وګړي هم پارلماني ټاکنو ته پر تېره چهارشنبه رای اچول پیل کړي دي.

په ټاکنو کې د لېبیايي چارواکو له خوا د ګډون ډېرې نارې وهل کېږي.

ورته مطالب