د حسني مبارک همڅېره له وهلو وژغورل شو

محمد عبدالله شمري د انځور حقوق
Image caption محمد عبدالله شمري وايي چې په ۱۹۵۱ کال یمن کې زوکړه شوی، چې تل یې له حسني مبارک سره د ورته والي له کبله رنځ لیدلی دی.

په مصر کې د مخکني ولسمشر حسني مبارک څېرې ته ورته سړي ته هغه مهال د خلکو پام ورواوښت، چې پر یوه څلور لارې د تېرېدو په حال کې و.

کله چې خلکو دغه سړی ولید، ګمان یې کاوه، چې ګني حسني مبارک له روغتونه وتلی دی.

همدا وو چې ټولو یې د وهلو هڅه وکړه.

که څه هم لسګونه کسان پر هغه راټول شول، خو دغه سړي په سوګند سوګند خپله خوله وچه کړه چې ګني حسني مبارک نه دی.

د یمن دغه وګړی مصر ته د خپلو دوستانو د لیدو لپاره تللی و، خو څه خبر و چې په دې غم به اوړي.

خلکو یې خبرې ته چندان باک نه ورکاوه، خو له یمنۍ لهجې مالومېده چې مصری نه دی.

همدا وو چې برید کوونکې ترې په شا شول، خو له حسني مبارک سره یې څرګند توپیر په عمر کې و.

که پر واټ پوځي ضابط نه وی تېر شوی، شاید محمد عبدالله سم وهل ډبول خوړلي وای.

محمد عبدالله شمري وايي چې په ۱۹۵۱ کال یمن کې زوکړه شوی، چې تل یې له حسني مبارک سره د ورته والي له کبله رنځ لیدلی دی.

برید کوونکو له پېژندلو وروسته له نوموړي بښنه غوښتې، نوموړي هم له په بیړه له سیمې پښې سپکې کړې دي.

ورته مطالب