ویکیلیکس: ایراني عناصر او حزب الله سوریه کې جنګېږي

سوریه کې نیول شوي ایراني جنګیالي د انځور حقوق
Image caption وړاندې د سوریې د ازاد پوځ عناصرو هم داسې وېدیوګانې او هغه جنګیالي وښودل، چې له ایرانه له وېزو پرته سوریې ته تللي وو او د بشارالاسد ځواکونو په لیکو کې جنګېدلي.

ویکیلیکس د "بیزنس انسایډر" وېبپاڼې په حواله ویلي، چې سوریه کې د ایران د انقلابي ځواکونو او حزب الله ډلې زرګونه جنګیالي په سوریه کې د بشارالاسد ځواکونو په لیکو کې جنګېږي.

ویکیلیکس دا څرګندونې د "سټراتفور" استخباراتي او شنونکي ستراتیژيک مرکز د پټو او ځانګړو پیغامونو یوه برخه بللې ده.

دوی وايي چې دغه ایراني او د لبنان حزب الله شیعه ډلې عناصر په تېر جون کې سوریه کې جنګېدلي دي.

په خپاره شوي پیغام کې راغلي، چې ایراني وسله وال او د حزب الله جنګیالیو پر هغو سوري پوځيانو د اعدام حکم هم کړی، چې پر مظاهره کوونکو یې له ډزو کولو ډډه کړې ده.

وړاندې د سوریې د ازاد پوځ عناصرو هم داسې وېدیوګانې او هغه جنګیالي وښودل، چې له ایرانه له وېزو پرته سوریې ته تللي وو او د بشارالاسد ځواکونو په لیکو کې جنګېدلي.

"سټراتفور" د حزب الله ډلې د یوې سرچینې په حواله وایيي چې سوریه کې د ایران د انقلابي ځواکونو شاوخوا درې زره جنګیالي جنګېدلي او د حزب الله ځینې عناصر هلته نیول شوي هم دي.

دوی دا هم ویلي چې سوریه کې ۲۷ وژل شوي ایراني جنګیالي په الوتکو کې تهران ته لېږدول شوي.

داسې ادعا هم شته چې په تېر جون کې سوریه کې د حزب الله څلریست وژل شوي غړي په ګاډو کې لبنان ته وړل شوي.

ورته مطالب