اسراییلي محکمې اولمرت په فساد تورن کړ

اولمرت د انځور حقوق AP
Image caption ایهود اولمرت لومړی اسراییلی صدر اعظم دی چې د فساد په تور ګرم پېژندل کېږي.

یوې اسراییلي محکمې مخکنی لومړی وزیر ایهود اولمرت په ځينو پانګونو کې په فساد ګرم پېژندلی دی.

دا خبره په القدس کې د بي بي سي خبریال ترلاسه کړې ده.

پر اولمرت نور تورونه هم وو، خو محکمې سپين وخېژاوه.

پر نوموړي تور دی چې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پرمهال یې د خپلې خوښې ملګرو ته قراردادونه ورکړي دي.

اولمرت د ۲۰۰۹ په فبرورۍ کې د لومړي وزیر له دندې استعفی وکړه.

ایهود اولمرت لومړی اسراییلی صدر اعظم دی چې د فساد په تور ګرم پېژندل کېږي.

نوموړی له ۱۰۹۹۳ تر ۲۰۰۳ پورې د القدس ښاروال پاتې شوی، او بیا یې د سوداګرۍ او صنعت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه په ۲۰۰۶ کال له اریل شارون وروسته لومړی وزیر شو.

تېر کال، د اسراییلو مخکنی ولسمشر موشي کاتساو د تښتونې او ناروا جنسي اړیکو په تور په اوو کلونو بند محکوم شو.

نوموړی له ۲۰۰ تر ۲۰۰۷ پورې د اسراییلو ولسمشر و.

۶۶ کلن اولمرت له خپلې څوکۍ تر استعفی ورکولو وروسته، د عامو خلکو له نظره لوېدلی و.

ورته مطالب