طالب قوماندان: د جګړې له لارې بریالیتوب ناشونی دی

د انځور حقوق BBC NEWS
Image caption مولوي: طالبان د نیواک ګرو د شړلو او د شرعیت د نافذولو لپاره جنګېږي

یوه جګپوړي طالب قوماندان ویلي په افغانستان کې د جګړې له لارې د دوی د ډلې بریالیتوب ناشونی دی.

دغه طالب قوماندان د نیوسټسمن په نامه بریتانوۍ اوونیزې سره په مرکه کې ویلي په افغانستان کې د طالبانو لپاره یوازینې لاره له نورو سیاسي ځواکونو سره د خبرو ده. دې ناڅرګند طالب قوماندان د پخواني اروپايي دیپلومات مایکل سمپل سره مرکه کړې.

هغه کس چې ورسره مرکه شوې یوازې د مولوي په نامه پېژندل شوی دی. دی د طالبانو یو له تر ټولو جګپوړی پخوانی قوماندان بلل شوی چې اوس هم د طالبانو د مشرتابه د ډاډ وړ کس دی. د هغه هویت ځکه پټ ساتل شوی چې د خپل غورځنګ د مشرانو په اړه په ازاده خبرې وشي کولای. خو مرکه کوونکی وايي په طالبانو کې یې د مولوي د مشرتوب خبره کره کړې ده.

مولوي په افغانستان کې روانو واقعیتونو په پام سره وايي که د طالبانو په مشرانو کې څوک دا تمه ولري چې کابل به ونیسي، تېروتی دی. هغه وايي طالب مشران پوهېږي چې دا کمزوري نه شي منلی، ځکه که دا کار وکړي د طالب جنګیالو روحیه به کمزورې شي. هغه ویلي چې طالب مشران پر دې خبره پوهېږي چې پر هغه ځواک چې ورسره مخامخ دي نه شي لاسبري کېدی.

مولوي چې په ګوانتامو کې یې هم وخت تېر کړی هڅه کړې چې طالبان له القاعدې څخه بېل وښيي او دغه ډله یې د افغانستان لپاره یوه وبا وبلله.

هغه وویل “په سلو کې لږ تر لږه او یا طالبان پر القاعدې په قهر دي. زموږ خلک القاعدې ته د یوهّ طاعون په سترګه ګوري چې له اسمانه راښکته شوی وي. ځینې ان دې نتیجې ته رسېدلي چې د القاعدې خلک د امريکاييانو جاسوسان دي. په لومړي سر کې طالبان ساده وو او پر سیاست نه پوهېدل او القاعدې ته یې په خپل هېواد کې ځای ورکړ، خو هغوی زموږ له مېلمه پالنې څخه ناوړه ګټه واخیسته. کله چې زه په ګوانتانامو کې وم پوه شوم چې د القاعدې خلک څومره بې وفا دي. که ریښتیا ووایم د اسامه پر مرګ خوښ شوم. هغه په خپلو تګلارو افغانستان وران کړ.”

مولوي د خپل غورځنګ د جګړې د موخو په اړه وویل “ طالبان د نیواک ګرو د شړلو او د شرعیت د نافذولو لپاره جنګېږي. که هغوي پر ټول هېواد واکمن شي ورته په کار دي چې د یو منظم ګوند په توګه فعالیت وکړي.”

له پاکستان سره د اړیکو په اړه دغه طالب مشر وویل چې یو شی چې په اړه یې خبرو ته زړه نه شي کولای له پاکستان سره اړیکي دي.

مولوي ویلي دی اټکل کوي چې طالبان به په خپلو پخوانیو سختو تګلارو کې نرموالی راولی. هغه وویل د اوس لپاره لومړیتوب باید د امنیت ټینګولو ته ورکړل شي.

Image caption مایکل سمپل وايي طالبانو کې یې د مولوي د مشرتوب خبره کره کړې ده

له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه د طالبانو دغه مشر ویلي چې ډله یې له نړیوالې ټولنې سره کوم بنسټیز مخالفت نه لري.

د مولوي دا څرګندونې له هغه څه سره چې طالبان یې معمولاً وايي ډېر توپير لري، خو د هغه دغو سپینو خبرو دا هیله رامنځته کړې چې کېدای شي طالبان په افغانستان کې له نورو سیاسي ځواکونو سره د خبرو اترو پیلولو ته ورمات شي.

مرکه کوونکی مایکل سمپل وايي د ده په باور د طالبان په جګو پوړیو کې یو شمېر داسې کسان شته چې واقعیتونه په پام کې نیسي. هغه وايي “په جګپوړو طالبانو کې یوه ډله شته چې زه یې واقعیتپالي بولم. دوی یوڅه اغیز لري، دوی په ځانګړې توګه تېر کال د قطر د خبرو د بهیر په پیلولو کې اغیز لاره. که دغه واقعیتپالي بریالي شي، نو کېدی شي چې د ناټو ځواکونو په وتلو د افغانانو تر منځ یو ډول جوړ جاړی رامنځته شي، خو که هغه کسان چې جګړه غوره بولي د طالبانو په منځ کې روان بحث وګتي، بیا نو ډېر امکان لري افغانستان بیا کورنې جګړې ته ورکېوځي.”

مایکل سمپل چې د ملګرو ملتو یو پخوانی ديپلومات دی په ۲۰۰۸ کال کې کله یې چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د استازي په توګه کار کوو، د طالبانو د ملاتړ په تور د افغان حکومت له خوا له هېواده وایستل شو.

ورته مطالب