بوینګ او یونایټېډ هوايي شرکتونو بې ساری تړون لاسلیک کړ

د انځور حقوق AP
Image caption بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې

د الوتکو جوړولو امریکايي کمپنۍ بوینګ وايي د یونایټېډ هوايي شرکت له خوا ورنه د ۱۵۰ الوتکو جوړولو غوښتنه شوې ده.

د دغې معاملې له مخې به، چې ارزښت یې ۱۵ ملیاردو ډالرو ته رسیږي، نوموړې کمپنۍ سل ۷۳۷ ډوله او د همدې الوتکې د نوي نسل ۵۰ الوتکې د یونایټېډ هوايي شرکت لپاره جوړوي.

د بوینګ کمپنۍ وايي له دې سره د غوښتنو شمېره له ۱۰ زرو پورته شوې چې د بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکو په اړه له دوی شوي دي.

یونایټېډ چې په نړۍ کې تر ټولو لوی هوايي شرکت دی وايي، مخکې له هغه چې د بوینګ کمپنۍ غوره کړي، له دواړو کمپنیو، په اروپا کې د بوینګ له سیالې ایربس او بوینګ سره يې خبرې کړې وې.

د یونایټېډ هوايي شرکت په ۲۰۱۱ کال کې له ۲ میلیونو نه ډېرې الوتنې لرلې او ۱۴۲ میلیونه مساپر یې له یو ځای نه بل ځای ته لېږدولي دي.

مخکې له هغه چې د بوینګ کمپنۍ د نوې غوښتنې خبره وشي، د ایربس سیالۍ کمپنۍ هم ویلي و چې په دې اوونۍ کې د ۱۱۵ نویو الوتکو د جوړولو فرمایش ورته شوی چې مالي ارزښت یې ۱۶ عشاریه ۹ ملیاردو ډالرو ته رسېږي.

ورته مطالب