د ايران پر اټومي پروگرام لگېدلي بنديزونه نور هم ټينگ شول

د انځور حقوق SHANA
Image caption د امريکا خزانې وزارت له دې نويو بنديزونو سره جوخت، څلور موسسې هم پېژندلي چې د ايران د تېلو ملي شرکت لپاره د سر پوښو شرکتو کار ورکوي.

امريکا وايي پر ايران يې د هغه هېواد د اټومي پروگرام پر سر لگولي بنديزونه نور هم ټينگ کړي دي.

د امريکا د خزانې وزارت ويلي يو شمېر هغه شرکتونه او وگړي يې په تور لست کې راوستي چې له ايران سره د اټومي هڅو په خوځولو کې د مرستې شک پرې کېږي.

وزارت دغه راز ويلي هغه شرکتونه او بانکونه يې هم موندلي چې د سر پوښو ادارو په توگه له ايران سره مرسته کوي چې له اوسنيو بنديزونو نه په څنگ پاتې شي.

د امريکا د خزانې وزارت يوه چارواکي ډېوېډ کوهېن وويل: " تر هغو چې ايران د خپل اټومي پروگرام په اړه د نړيوالې ټولنې پر ځاى اندېښنو ته له ځواب نه ډډه کوي، موږ به هم پرې زور اچولى ساتو".

هغه وويل چې دا وروستي گامونه د ايران د اټومي او بالستيک توغنديز پروگرام او دغه راز د هغو غولوونکو هڅو د گډوډولو لپاره په پام کې نيول شوي چې د سر پوښو شرکتونو په کارولو سره غواړي د خپلو تېلو لېږدونې او پلورنې ته دوام ورکړي.

ايران تل ټينگار کړى چې اټومي پروگرام يې سوله ييز دى او غوښتنه يې کړې چې اروپا او امريکا دې يې پر تېلو لگولي بنديزونه پورته کړي او اټومي انرژۍ ته دې يې د لاسرسي حق چې د معاملې وړ نه دى، وپېژني.

د امريکا نوي بنديزونه د ايران ۱۱ شرکتونو ته مخامخ دي چې ويل کېږي د ايران له دفاع وزارت، انقلابي ساتونکو، ملي بېړۍ چلونې او يوه پوهنتون سره تړاو لري.

دغه راز پر څلورو وگړو هم چې ويل کېږي د ايران د اټومي پروگرام ننگه کوي، جريمې لگول شوي دي.

د امريکا خزانې وزارت له دې نويو بنديزونو سره جوخت، څلور موسسې هم پېژندلي چې د ايران د تېلو ملي شرکت لپاره د سر پوښو شرکتو کار ورکوي:

په دوى کې پترو سوېئز انټر ټرېډ، هانگ گانگ انټر ټرېد، نور انرژي او پېټرو انرژي انټر ټرېد شرکتونه راځي.

امريکا او اروپايي ټولنې لا دمخه پر ايران پراخ بنديزونه لگولي چې د اټومي پروگرام په برخه کې يې تېرې دندو ته اړباسي.

د ډېرئ دغو اقداماتو موخه دا ده چې ايران په نړيوال بازار کې د خپلو تېلو پلورنې ته پرې نږدي.

ورته مطالب