د اسټراليا په هيله ځان او مال هېرول

له کډوالو تر خولې ډکې دې زړې کشتۍ د هند په سمندر کې پنځه ورځې مزل وکړ تر هغو چې د اسټرالیا سمندر غاړو ته نژدې اوبو ډوبه کړه.

دغو ۶۰ سپرلیو چې وېره او ترهه په کې له ورايه ښکاره وه، لکه په زرګونو نورو هغو، د ښه ژوند په تمه هر څه تر شا پرایښي او ان له ځانه هم تېر دي.

علي چې په ۲۰۰۹ کال کې يې له عراقه دا وېروونکی او نه هېرېدونکی مزل پيل کړی و وايي: "یوازینۍ څه چې موږ کولای شول دعا وه چې روغ رمټ اسټرالیا ته ورسیږو".

علي چې په عراق کې يې د کمپيوټر ساینس پوهنځی لوستی، خپل وطن د تاوتریخوالي له لاسه پرېښود او د ایران، مالیزیا او وروسته اندونیزیا له لارې له قاچاقبرو سره د اسټرالیا پر لور رهي شو.

له هغو قاچاق وړونکو سره رهي و چې د دۀ په څېر د بې وزلو ځوانانو له ژوند سره لوبې کوي.

علي وايي "د سمندر په منځ کې، یوازینۍ څیز چې لیدلای شې اسمان او اوبه دي. که په دغه حالت کې یو څه در پېښ شول هېڅوک به دې پوښتنه ونه کړي او نه به دې پېدا کړای شي".

هغه زیاته کړه: "دا مې یوه له بدو خاطرو څخه ده. کشتۍ مو دومره زړه او کوچنۍ وه چې پښې مو په کې نه شوای غځولای. ډېره وېروونکې تجربه وه. موږ نېکمرغه په دې و چې د اسټرالیا سمندري ځواکونو پر وخت وموندلو".

خو د علي په شان نور بیا، دومره نېکمرغه نه دي. موږ ته به هېڅ کله هم معلومه نه شي چې څومره کسان او څو کشتۍ په سمندر کې ډوبې شوې دي.

تېره میاشت د شاوخوا ۹۰ کډوالو کشتۍ د هند په سمندر کې د اسټرالیا خاورې ته نژدې ډوبه شوه. دا هغه لار ده چې قاچاقیان ور سره بلد دي او څو واري له دغه ډول ورته پېښې سره مخامخ شوي هم دي.

تر هغې پېښې ځو ورځې وروسته ۱۳۰ نور کډوال په همدغه سیمه کې له ډوبېدو وژغورل شول.

توده سیاسي موضوع

د کډوالو دې ډول ډوبېدو او بېړني حالت د اسټرالیا په مرکز کې د سیاسي ډلو تر منځ د کډوالو پر موضوع بحثونه نور هم ډېر کړل.

لانجه پر دې ده چې واکمن ګوند لېبر او مخالف مخافظه کاران غواړي، دغه کډوال د اسټرالیا له خاورې لېرې، ګاونډيو هېوادونو ته واستوي چې قضيې يې وڅېړل شي.

Image caption "یوازینۍ څه چې موږ کولای شول دعا وه چې روغ رمټ اسټرالیا ته ورسیږو".

خو يوه ډله ماليزیا د دې کار لپاره ښه بولي او بله هغه بیا وايي چې د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د نارو ټاپو تر ټولو غوره دی.

د دې کار لپاره دغه چارواکي دا دلیل را وړي او وايي هغه کسان چې پر خپل ژوند دومره غټ قمار وهي، که پوه شي چې کله اسټرالیا ته ورسېدل، بېرته به بل وطن ته لېږدول کيږي نو پر خپلې پړېکړې به بیا غور وکړي.

د کډوالو د راتلونکي په اړه لا هېڅ یوه ګوند هم پړېکړې ته نه دی رسېدلی او د کډوالو ډکې کشتۍ ورځ تر بلې ډېريږي.

دغه کشتۍ ډیری د اندونیزیا له سويلي برخې را روانيږي او نورې بیا د بشري حقونو د ملاتړو په وینا د سرېلنکا او حتی هند نه دومره اوږده او له خطر ډک واټنونه وهي.

د کډوالو لپاره يوه وکیله وايي په دې ډېره ځوريږي چې حکومت او مخالف ګوند يې د یوې داسې دردونکې او مهمې موضوع لپاره يوازې شعارونه کاروي او عملي کار يې څوک نه ويني.

"زما په ګومان دا موږ ته ډېره د شرم خبره ده. موږ له لومړنیو هېوادونو يوو چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو تړون مو ومانه او په ټوله نړۍ کې به پرې وياړېدلو. څومره بده ده چې موږ له داسې لږ شمېر کسانو سره هم مرسته نه شو کولای".

توغياني سمندر

یوازې سږ کال د اسټرالیا په اوبو کې ۴۰۰۰ کډوال نیول شوي او یا له ډوبېدو ژغورل شوي دي.

دا شمېره په نړېواله کچه ډېره کوچنۍ ده خو د اسټرالیا په شان هېواد لپاره همدومره بس دي چې بحثونه را وپاروي.

هغه کسان چې په کشتۍ کې اسټرالیا ته د پناه غوښتلو لپاره راځي بالاخره رښتیني کډوال بلل کيږي او داسې کسان هم شته چې په کشتۍ کې نه بلکه په تجارتي الوتکو کې راځي.

سيد کاظم له برما اسټرالیا ته راغلی. ده قاچاق وړونکو ته ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي چې تر اسټرالیا يې ورسوي.

ده شپږ میاشتې د کډوالو لپاره يه مرکز کې تېرې کړې او له هغه وروسته د کډوال په توګه اسټرالیا قانوني اسناد ورکړل.

خو د ده مېرمن او څلور ماشومان تر شاه په مالیزیا کې پاتې دي. دا لا معلومه نه ده چې اسټرالیا به يې اولادونه او مېرمن پرېږدي چې له ده سره یو ځای شي که نه.

سید وايې که څه هم اولادونه او مېرمن يې په مالیزیا کې خوندي نه دي خو دی غواړي چې پر دغو سختو لارو يې را ولي.

داسې ښکاري چې ډېر نور کډوال به هم د ښه ژوند په نیت د هند په سمندر کې دا وېرونکی سفر وکړي.

دغه کډوال ډېری په خپلو هېوادونو کې له تاوتریخوالي او ظلم نه په تېښته دي. لکه علي چې وايي دا دومره لوی خطر يې یوازې او یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره وخیست

ورته مطالب