په سوريه کې د ټولوژنې د ادعا پلټنې

د انځور حقوق s
Image caption سوريې لپاره د ملگروملتونو او د عرب ليگ گډ استازي کوفي عنان دغې پېښې ته له غصې ډک غبرگون ښوولى.

په سوريه کې د ملگرو ملتونو څارونکي د حما ښار په زړه کې پروت ترېمسه کلي ته په لار دي چې په دغه سيمه کې د ټولوژنې د شوې ادعا په تړاو پلټنې وکړې.

سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازي کوفي عنان ويلي د سوريې حکومت له خواه د درنو وسلو کارېدنه د دغه هېواد چارواکو له لوري د شوو ژمنو خلاف ده.

د ملگرو ملتونو سر منشي پر امنيت شورا غږ کړى چې د وينې توېدنې مخنيوى وکړي.

په سوريه کې د ملگرو ملتونو د څارونکو عادي ورځنۍ دندې ځکه ځنډول شوي چې په دغه هېواد کې اوس سوله نه شته چې دوى يې وڅاري.

خو دوى کولاى شي د ځينو ځانگړو پېښو د پلټنې ماموريت تر سره کړي.

څارونکي د ترېمسه په سيمه کې د همدغه راز يوه ماموريت د تر سره کولو هڅه کوي.

دوى وار له مخه کره کړې چې حکومتي ځواکونو تېره پنجشنبه (جولای/۱۲) پر دغه کلي د بريد پر مهال توپچي، شوبلې او چورلکې کارولي دي.

سوريې لپاره د ملگروملتونو او د عرب ليگ گډ استازي کوفي عنان دغې پېښې ته له غصې ډک غبرگون ښوولى، خو هغه څه چې لا تراوسه يې پخلى نه دى شوى دا دي چې آيا حکومتي ځواکونو او حکومت پلوو ملېشو څه د پا څه ٢٠٠ کليوال وژلي دي؟ لکه څنگه چې حکومت مخالف فعالان يې ادعا کوي.

حکومت مخالفو د خپلې ادعا ثابتولو لپاره کافي اسناد نه دي برابر کړي.

ورته مطالب