کلنټن: په مصر کې د ولسواکۍ ملاتړ کوو

کلنټن، مرسي د انځور حقوق AFP
Image caption مېرمن کلنټن له محمد مرسي غوښتي چې د لږکيو او ښځو د حقونو د ساتنې پر ژمنې ودرېږی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې هيلري کلنټن په قاهره کې د مصر له نوي ولسمشر محمد مرسي سره خبرې مثبتې بللې دي.

د حسني مبارک د واکمنۍ له ړنګېدو راوروسته دا مصر ته د مېرمن کلنټن دویم سفر دی.

اغلې کلنټن له محمد مرسي نه وغوښتل چې د دموکراسۍ د پياوړي کلولو لپاره دې له پوځي مشرانو سره خبرې اترې وکړي:

دا وايي ما او ولسمشر په مصر کې د دموکراتيک لېږد د بهير او د دغه پرمختګ د ارزښت په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې:

(( ما ولسمشر محمد مرسي ته سپارښتنه وکړه چې پر خپلې دې ژمنې ودرېږي چې وايي د ښځو او لږکيو په ګډون به د ټولو مصريانو د حقونو ساتنه وکړي.))

راپورونه وايي چې مېرمن کلنټن د خپل سفر پر مهال له مصر سره د امريکا پر سياسي او مالي ملاتړ ټينګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به نن په مصر کې د خپل سفر د دوام په لړ کې د پوځ له مشرانو سره وګوري.

هغې د شنبې په ورځ د مصر د لومړني ټاکل شوي ولسمشر او د اخوان المسلمین ډلې له غړي محمد مرسي سره وکتل.

نوی ولسمشر محمد مرسي د مصر له واکمنې پوځي شورا سره ښکر په ښکر دی او هڅه کوي چې ځان بريالی کړي.

ده تېره اوونۍ د ولسي جرګې عمومي غونډه راوبلله چې له ناستې لږ وروسته بېرته وځنډول شوه.

پوځي شورا وايي د مصر د اساسي قانون محکمې د مصر پارلمان لغوه اعلان کړی او ټول بايد دغې پرېکړې ته سر ټيټ کړي.

خو د اخوان المسلمين ګوند او پلويان يې وايي، پارلمان د خلکو په رايه جوړ شوی او بايد قانونی حيثيت ورکړل شي.

ورته مطالب