څارونکي: په تريمسه کې مخالفين په نښه شوي

د انځور حقوق s
Image caption تريمسه د حماه ښار د شمال لويديځ په ۲۵ کيلومترۍ کې موقعیت لري.

د ملګرو ملتو څارونکي چې د حماه په تريمسه کلي د وروستي بريد د څېړلو لپاره دغلته ورغلي، وايي داسې بريښي، په دغه بريد کې هغه پوځيان چې د پوځ له ليکو وتلي او د حکومت وسله وال په نښه شوې دي.

د څارونکو دغې ډلې چې له سيمې يې ليدنه کړې ويلي دي پوځ په دغه بريد کې د توپونو په ګډون له درنو وسلو کار اخيستی دی.

د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي داسې ښکاري چې د ملګرو ملتو د څارونکو لومړنۍ موندنې له هغو راپورونو سره په ټکر کې دي چې ويل يې په تريمسه کې ملکي وګړي قتل عام شوې دي.

سوري حکومت ويلي دوی په تريمسه کې هغه کسان وژلي چې دوی يې ترهګر بولي.

تريمسه د حماه ښار د شمال لويديځ په ۲۵ کيلومترۍ کې موقعیت لري.

د وينو لکې

تر اوسه پورې پلټنو دا کره کړې چې په تريمسه د بريد لپاره حکومت درنې وسلې، ټانکونه او څرخکې کارولې دي.

د دغو وسلو کارول د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوفي عنان له هغه پلان نه ښکاره سرغړونه ده چې سوري حکومت ورسره د هو سر غوځولی دی.

د ملګرو ملتو يو د څارونکو د اعلان پر بنسټ په څو کورونو کې چې بريد پرې شوی د وينو لکې ليدل شوي او پنځو کورونو ته اور اچول شوی دی.

د حکومت مخالفانو پر تريمسې بريد ټول وژنې بللې چې د دوی په خبره د قربانيانو شمېر يې له ۲۰۰ زيات دی، خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تاييد شوي.

څارونکي وايي په تریمسه کې د وژل شويو کره شمېر نه دی معلوم او دوی نن یکشنبه، جولای ۱۵ بيا دغه کلي ته ورځي.

پر تريمسه بريد په نړیواله کچه غندل شوی او ډيری هېوادونو دغه بريد غندلی دی.

پر همدې مهال د سوريې حکومت ټينګار کوي چې دغه پوځي عمليات يې د اورپکو پر ضد کړي دي.

ورته مطالب