راپورونه په دمشق کې له درنې جګړې خبرې کوي

سوريه د انځور حقوق AP
Image caption له نژدې يو نيم کال راهيسې په سوريه کې شاوخوا ۱۶ زره کسان وژل شوي دي

له سوريې نه راپورونه وايي د پلازمېنې دمشق شاوخوا جګړه په خپرېدو ده.

فعالانو د يکشنبې پر ورځ د حکومتي ځواکونو په اړه ويل چې د پلازمېنې جنوبي څنډو کې د ياغيانو پر ضد ټانکونه او توپچي کاروي او خپرو شويو وېډيو ګانو ښووله چې ګنې د پلازمېنې دمشق جنوبي برخو کې درنه جګړه روانه ده.

اوس نا تاييد شوي راپورونه وايي چې جګړه د دمشق جنوب لوېديځو څنډو کې د اللوان سيمې ته هم غځېدلې ده.

فعالانو ويلي له هغه راهيسې چې د تېر کال مارچ کې حکومت ضد لاريونونه پيل شوي، دا تر ټولو سخته جګړه ده چې په پلازمېنه کې ليدل کېږي.

دوی وايي په جګړه کې ټانکونه او هاوانونه کارول شوي، او د ځينو سيمو اوسېدونکي تښتېدلي دي. خو په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه دی شوی.

په همدې مهال د هغه څه په اړه لا نور جزييات راووځي ګنې هغه مهال چې حکومتي ځواکونو تېره پنجشنبه له حما سره نژدې د ترېمسه پر کلي بريد وکړ، څه پېښ شول.

د ملګريو ملتونو څارونکي چې تېرې دوې ورځې يې هلته تېرې کړې، وايي څه د پاسه ۵۰ کورونه سوځول شوي او د داسې کليوالو شمېرې يې اورېدلې چې له اعدامونې سره يې جسدونه وړل شوي دي.

سوريه کې کورنۍ جګړه ده

جګړه په داسې وخت کې زور اخلي چې د سره صليب کمېټې (ICRC) ويلي د سوريې جګړه اوس په عملی ډول د کورنۍ جګړې بڼه لري.

په سوريه کې د تاوتريخوالي او زورزياتي روانو پېښو حالت کې بدلون د دې معنا لري چې جنګيالي به اوس په رسمي ډول د جينيوا تړونونو تابع وي، او په دې سره دوی د جنګي جرمونو له محاکمې سره مخامخ کېدی شي.

د سره صليب ټولنې پخوا يوازې د ادليب، حمص، او حما چاپېر ځايونه د جګړې سيمې بللې وې.

د سره صليب ټولنې چې د جينيوا تړونونو څارنه کوي، ويلي جګړه اوس د نښتو له دغو دريو تودو سيمو اوښتې او نورو سيمو ته هم خپره شوې ده.

په جينيوا کې د بي بي سي خبرياله ايموجن فولکس وايي دغه اعلاميه ځکه مهمه ده، ګنې دا د سره صليب دنده ده چې د جګړې بهير وڅاري او جګړه مارو خواوو ته ووايي چې دندې يې څه دي.

د جينيوا تړون لاندې پر ملکيانو بې توپيره بريدونه، پر طبي کارکوونکيو بريدونه او د اوبو او برېښنا په څېر بنسټيزو خدمتونو ويجاړول منعه دي، او د جګړې جرمونو په توګه يې محاکمه کېدی شي.

له دې وروسته د سوريې جګړه کې ټولې بوختې خواووې د جګړې قوانينيو تابع دي، او که ترې سرغړونه وکړي، د جنګي جرمونو محکمې ته به کاږل کېږي.

په همدې مهال د سوريې حکومت د هغو ادعاوو په اړه پوښتنې راپورته کړې، چې ګواکې دوی درنې وسلې کارولې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګريو ملتونو څارونکي وايي په تريمسه کې څه د پاسه ۵۰ کورونه سوځول شوي دي

فعالانو په لومړيو کې له حما سره نژدې ترېمسه کلي کې د تېرې پنجشنبې جګړه د لسګونو ملکيانو ټولوژنه بللې وه، خو بيا وروستيو معلوماتو ښووله چې ډېری وژل شوي وسله وال ياغيان وو.

ملګريو ملتونو پر سوري ځواکونو تور لګولی چې درنه توپچي، ټانګونه او چورلکې کاروي، خو دمشق دا تورونه ردوي، او وايي يوازې دوه تنه ملکيان وژل شوي دي.

د ملګريو ملتونو څارونکيو هم چې له ترېمسه يې ليدنه کړې ويلي چې سوري ځواکونو توپچي کارولې ده.

که د سوريې پر حکومت لګېدلي تورونه ريښتيا ثابت شي، د دې معنا به ولري، چې دمشق د ملګريو ملتونو له منځګړي کوفي انان سره کړی تړون مات کړی دی.

له نژدې يو نيم کال راهيسې چې په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد نظام پر وړاندې پاڅون پيل شوی شاوخوا ۱۶ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب