د مصر پوځي شوری د واک ساتلو هڅې کوي

کلنټن، طنطاوی د انځور حقوق Getty
Image caption د مصر پوځي شورا وروسته له هغه چې حسني مبارک له واکه لرې شو قدرت ترلاسه کړی دی.

د مصر د پوځي شورا مشر ويلي وسله وال ځواکونه به چا ته اجازه ورنه کړي چې د مصر د ساتندويانو په توګه يې څوک له دندې ترسره کولو منعه کړي.

فيلډ مارشال طنطاوي دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هېلري کلنټن سره له کتنې لږ څه وروسته وکړې.

راپورونه وايي ميرمن کلنټن ټينګار کړی چې پوځ بايد ملکيانو ته د واک لېږدونې په اړه د خپلو ژمنو درناوی وکړي.

د مصر پوځي شورا چې تېر کال يې د حسني مبارک له لرې کېدو وروسته واک نيولی، ډېرې خواوې پرې نيوکې کوي چې د نوي ولسمشر محمد مرسي له ټاکنې سره سره پر واګو د منګولو ټينګولو زيار باسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره په مصر کې له خبرو وروسته اوس اسراييلو ته رسېدلې ده.

اسراييليان په مصر کې واک ته د اسلامپالو له رسېدو وروسته اندېښمن دي، او اټکل دی مېرمن کلنټن دوی ته د مصر له لوري ډاډ ورکړي.

دا به اسرايليانو ته هغه ډاډ چې د مصر نوي ولسمشر محمد مرسي ورکړی، چې مصر به له اسراييلو سره کړي تړون ته ژمن پاتې کېږي.

له هغه راوروسته چې د مصر په پارلماني ټاکنو کې اخوانيانو اکثريت وګاټه، د مصر پوځي شورا هڅه کوي چې واک له ځانه سره وساتي.

د مصر د اساسي قانون سترې محکمې د مصر پارلمان لغوه اعلان کړ، خو نوي ولسمشر يوه اوونۍ وړاندې د پارلمان عمومي غونډه راوبلله چې لږ وروسته يې ناسته وځنډول شوه.

پوځي شورا ويلي محمد مرسي او نور ټول بايد د اساسي قانون محکمې ته غاړه کېږدي.

د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ وروستيو ناندريو ته په کتو وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د مصر له نوي ولسمشر محمد مرسي سره په خبرو کې وويل چې امريکا د ولسواکۍ ملاتړ کوي.

خو نوي ولسمشر ته يې لارښوونه وکړه چې د لږکيو او ښځو د حقونو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

ورته مطالب