کوفي عنان د سوريې پر سر له روسيې سره غږېږي

سوريه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا روسیې ته د سوريې د کړکيچ د هواري په تړاو د کوفي عان دويم سفر دی.

په داسې حال کې د سوريې په پلازمينه کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړی استازی کوفي عنان څو ساعته وروسته روسيې ته رسېږي.

ښاغلی عنان به دغلته د سوريې د کړکيچ په اړه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره وګوري.

روسيه د سوريې ملاتړی هېواد ګڼل کېږي او ويل کېږي له ښاغلي اسد نه د روسيې ملاتړ په واک کې ده ته د پاتې کېدو زمينه برابره کړې ده.

روسيې څو ځله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغه پرېکړه ويتو کړې، چې غواړي پر بنسټ يې په سوريه کې پوځي مداخله وکړي.

ښاغلي عنان څو مياشتې وړاندې مسکو ته د سوريې په تړاو د سفر پر مهال د روسيې له ولسمشر سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

اټکل دا دی چې ښاغلی عنان به د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاورف نه وغواړي، چې د سوریې پر چارواکو د سیاسي واک د لیږد د پيلیدو په تړاو فشار راوړي.

خو په مسکو کې د بي بي سي خبريال وايي داسې ډېرې لږې نښې نښانې موجودې دي چې روسيه دې په دې تړاو همکارۍ ته چمتو شي.

د دمشق جګړه

له سوريې نه راپورونه وايي د پلازمېنې دمشق شاوخوا جګړه په خپرېدو ده.

فعالانو د يکشنبې پر ورځ د حکومتي ځواکونو په اړه ويل چې د پلازمېنې جنوبي څنډو کې د ياغيانو پر ضد ټانکونه او توپچي کاروي.

اوس نا تاييد شوي راپورونه وايي چې جګړه د دمشق جنوب لوېديځو څنډو کې د اللوان سيمې ته هم غځېدلې ده.

پر همدې مهال د هغه څه په اړه لا نور جزييات راووځي ګنې هغه مهال چې حکومتي ځواکونو تېره پنجشنبه له حما سره نژدې د ترېمسه پر کلي بريد وکړ، څه پېښ شول.

د ملګرو ملتونو څارونکي چې تېرې دوې ورځې يې هلته تېرې کړې، وايي څه د پاسه ۵۰ کورونه سوځول شوي او د داسې کليوالو شمېرې يې اورېدلې چې له اعدامونې سره يې جسدونه وړل شوي دي.

ورته مطالب