پاکستان کې د ټلوېزيوني مذهبي تبليغ ډېرېدل

ډاکټر امیر لیاقت
Image caption د ټلويزيوني مذهبي مبلغينو په منځ کې تر ټولو مشهور ډاکټر امير لياقت دى.

د پاکستان اسلامپالو ډلو په لومړي سر کې له کېبلي ټلوېزيونو سره د بهرني "بربڼ" اغېز له امله سخته غليمي درلوده. خو اوس د ټلوېزيون پر مخونو د مذهب پاچايي ده. د ټلوېزيون له لارې د اسلامي مبلغينو نوې بڼې رابره شوي چې له آزاد خيالو سره يې ټکر رامنځته کړى دى.

د اوونۍ پر هره ورځ په پاکستان کې د ټلوېزيونو خپرونې د هنري نندارو، تودو سياسي بحثونو او پراخېدونکي ولسي اسلامي تبليغ يوه گډوله وي.

د خپرونو دا وروستۍ بڼه يو ټاکلى چوکاټ لري. ليدونکي زنگ وروهي چې د هر څه په اړه، د وېښتانو له خرېيلو نيولې بيا د کورونو د پېر لپاره د بانکي پورونو پر اخلاقي اړخونو د ملايانو حکم واوري. وړاندې کوونکي چې ځينې يې مشهورې څېرې او نور يې مذهبي مشران وي، ليدونکو ته چې په ښکاره د ټلوېزيون پر مخ د مذهبي بنډارونو مينه وال دي، خپلې فتواوې اوروي.

دا ډول ډېرې خپرونې او وقف شوي وړاندې کوونکي يې له ناندريو سره ملگري وي.

فرحت هاشمي تورن دى چې له خپل ټلوېزيون نه يې پيسې وهلي او بيا يې د عدلي تعقيب له وېرې کاناډا ته پښې سپکې کړي، که څه هم هغې هر ډول خطا رد کړې ده. دغه راز مهر بخاري چې په خپلو سياسي مرکو مشهوره ده، هغه مهال غوسې راوپارولې چې له يوه سياستوال سره د غږېدو پر مهال يې هغه ته د "مرتد" ټکى وکاراوه.

د انځور حقوق na
Image caption پاکستان کې وي‌نا ملک له يوه ملا سره چې د دې کړه وړه يې "شرموونکي او نا اسلامي"بلل، په مخامخ ټلوېزيوني خپرونه کې بحث درلود

يو بل ملا، چې کله يې د هندي سينما- باليووډ د يوې لوبغاړې پر چلند نيوکې وکړې، له هغې سره په ډغرو کېوت. ددغې تودې ناندرۍ ويډيويي ټوټې يا کلېپ وروسته پر انټرنېټ خورا ډېر ليدونکي وموندل.

خو د ټلويزيوني مذهبي مبلغينو په منځ کې تر ټولو مشهور ډاکټر امير لياقت دى. دى په کراچۍ کې د هټيو د يوه کتار پر سر له خپلې ښېښه يي سټوډيو نه د يو ساعته ژوندۍ خپرونې – "عالم اور عالم" په وړاندې کولو سره چې په ټول پاکستان کې د اوونۍ پنځه ورځې خپرېږي، يو ميليون ليدونکي لري.

دا پروگرام ډاکټر لياقت ته دا وس ورکوي چې د "غمخور کاکا" په بڼه کې د ليدونکو مذهبي لارې سيخې کړي.

د ٢٠٠٨ کال په سپټمبر کې ډاکټر لياقت د خپرونې يوه بشپړه برخه د احمديانو د عقيدو سپړلو ته چې ډېرئ بنسټ پال يې نامسلمانان بولي، بېله کړه. دوو ملايانو په خپرونه کې ويل هر هغه څوک چې پر "تقلبي پيغمبرانو" باور کوي، د وژنې وړ دى.

ډاکټر خالد يوسف چې په خپله احمدي دى او دغه خپرونه يې له خپلې کورنۍ سره کتلې، وايي پر دې چې يو لوى ټلوېزيون دا ډول خپرونې کوي، بوږنېدلى دى.

ډاکټر يوسف وايي:"هغوى وژنه د يوې مذهبي دندې په توگه يادوي. هغه څه چې د "ښو مسلمانانو" دنده نه ده."

Image caption پروفيسر عبدالسلام د پاکستان يواځينى فزيک پوه دى چې د نوبل جايزه يې گټلې ده، خو څرنگه چې احمدي و د پاکستان له تاريخ نه ايستل شوى دى.

احمديان له ١٩٧٤ کال راهيسې چې پارلمان د مسلمانانو له کتاره و ايستل، په پاکستان کې له ځورونو سره مخامخ دي.

پروفيسر عبدالسلام د پاکستان يواځينى فزيک پوه دى چې د نوبل جايزه يې گټلې ده، خو څرنگه چې احمدي و د پاکستان له تاريخ نه ايستل شوى دى.

په پاکستان کې د شخصي ټلوېزيونو ډېرېدل د پخواني واکمن جنرال مشرف ميراث دى. د ټلوېزيونو پرانستنې ته د مطبوعاتو د آزادولو د يوه گام په توگه هرکلى وويل شو، خو گوت نيوونکي اوس وايي چې دا چاره يوه نظم ته خورا سخته اړتيا لري او مشهور شوي ملايان لگيا دي د ټلوېزيونو له لارې په وگړو کې نه زغم خپروي.

په هغو وگړو کې چې د ټلوېزيون له لارې له مذهبي تبليغاتو سره مخالفت کوي، يوه هم وي‌نا ملک ده. هغه په خټه پاکستانۍ ده چې اوس ترې د هندي سينما يوه لويه لوبغاړې جوړه شوې ده. پر هغې د ټلوېزيوني ملايانو د چيغو يو باران هغه مهال جوړ شو چې د "لوى مشر" په نامه د هندي ټلوېزيون د رېښتوني ژوندانه په يوه ننداره کې راڅرگنده شوه.

پاکستان ته په ستنېدو، وي‌نا ملک له يوه ملا سره چې د دې کړه وړه يې "شرموونکي او نا اسلامي"بلل، په مخامخ ټلوېزيوني خپرونه کې په بحث کېوته. د ملا په وړاندې دفاع، هغه د ځينو په سترگو کې په يوې اتلې واړوله او پر يوټيوب يې آوازو انگازې وکړې.

هغې ويل: "کله چې ما ويل د ښځو خپله خوښه ده چې د ځان لپاره څه ډول کالي غوره کوي، ما خپل ځان ياداوه. په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه په بشپړ ډول د لږکيو له حقونو سره تړلې ده. ډېر لږ وگړي شته چې دا ډول غږېدلى شي. او ځکه ما دا کار وکړ."

"وي‌نا د ملا په وړاندې" پېښې له هغې نه په پاکستان کې د آزاد خيالو د مبارزې يوه بېلگه جوړه کړه. د لږکيو د حقونو د يوې پلوۍ ډلې - "وگړي د ولسواکۍ لپاره" غړى منصور رضا وايي کيڼ لاسو ته د يوې گرانې څېرې په توگه پر نوي دريځ د وي‌نا ملک راڅرگندېدل، د زمان غوښتنه ده.

ورته مطالب