سعودي مذهبي پوليس پر وژنه تورن شوي

Image caption د مذهبي پوليسو لپاره په دې وروستيو کې نوى مشر ټاکل شوى او ده هڅه کړي چې د هغوى ځينې خپلسرۍ راکابو کړي.

يوې سعودي کورنۍ د دغه هېواد مذهبي پوليس ظاهرا" د لوړې موسيقۍ د اورېدو پر سر تر ناندرۍ وروسته، د موټر د يوه مرگوني ټکر پړه بللي دي.

دا د هغو پېښو په لړۍ کې تر ټولو نوې ده چې د مذهبي پوليسو يا "امر بالمعروف او نهى عن المنکر" کړنو ته چې ډېرئ سعوديان يې د واکونو کمېدل غواړي، د خلکو پام ور اړوي.

د څو بېلو سرچينو دا خبر وايي چې ددې مياشتې په لومړيو کې يو سعودي وگړى- عبدالرحمان غامدي چې ٣٤ کلن و، د جنوب لوېديځ ولايت الباحه د يوه کوچني ښار- بلجرشي په يوه پارک کې له خپلې کورنۍ سره په موټر کې ناست و.

ويل کېږي دوى د کوچنيانو سندره اورېده. يو لوى گاډى چې د امر بالمعروف کارکوونکي په کې سپاره وو، ورته راستون شوى او د سندرې پر لوړوالي يې نيوکه کړې ده.

د امر بالمعروف يوه دنده دا ده چې په لارو کې گزمې وکړي او د هغه څه مخه ونيسي چې دوى ته له کلکو اسلامي اصولو نه سرغړونه برېښي.

ويل کېږي چې پر دغه مهال د دواړو ترمنځ ناندرۍ ويل شوي او ښاغلي غامد وروسته خپل موټر له هغه ځايه بېولى دى.

خبرونه وايي مذهبي پوليسو د څو کيلومترو لپاره د دغه گاډي پل پسې اخيستى دى.

د موټر ولکه پر يوه نيمکاره هوايي پله د ښاغلي غامد له لاسه وتلې او کښته لوېدلى دى.

د پېښې د سيمې عکس ښيي چې د موټر بام پرې شوى و. ښاغلى الغامدي په پېښه کې مړ شو. مېرمن او دوه بچيان يې ژوندي ووتل، خو ټپيان دي او په روغتون کې ساتل کېږي.

د الباحه ولايت د امير له خولې ويل شوي چې د مذهبي پوليسو پر چلند بوږنېدلى دى.

په پېښه کې ښکېل کسان نيول شوي او تر پوښتنو-گروېږنو لاندې دي.

خو د مذهبي پوليسو پلويان وايي پر دوى ناحقه تور لگول شوى، ځينې آن ادعا کوي چې ښاغلى غامد د پوليسو څوکۍ (پوستې) ته هم درېدلى نه دى او ترې اوښتى دى.

د ښاغلي غامد کورنۍ د رېښتيا موندنې يوه جرگه گۍ غواړي چې مخامخ د الباحه د امير تر څار لاندې جوړه شي.

د مذهبي پوليسو لپاره په دې وروستيو کې نوى مشر ټاکل شوى او ده هڅه کړي چې د هغوى ځينې خپلسرۍ راکابو کړي.

دا ډول پېښې به خلک نور هم هغه څه ته بې حوصلې کړي چې په سعودي کې يې ډېرئ په خپل ژوندانه کې د مذهبي پوليسو خپلسرې لاسوهنه بولي.

ورته مطالب