د کوريا مشر کېم جونګ اون ته د مارشال لقب ورکړل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption کېم جونګ اون د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې د خپل پلار له مرګه وروسته د شمالي کوريا مشر شو.

د شمالي کوريا رسنيو اعلان کړی دی چې د دغه هېواد اوسني مشر کېم جونګ اون ته د "مارشال" لقب ورکړل شوی دی.

مارشال په شمالی کوريا تر ټولو لوړه پوځي رتبه ده.

راپورونه وايي د دغې رتبې په اخيستو کېم جونګ اون په پوځ خپل کنټرول مظبوط کړ.

دغه ګام له هغه د ښاغلي کېم له هغو اقداماتو وروسته ترسره کېږي، چې په وروستيو کې يې په پوځ کې لوی بدلونونه راوستل.

د دغو بدلونونو په لړ کې دوه ورځې وړاندې د شمالي کوريا د پوځ پخوانی مشر ري يونګ هو د ناروغۍ له امله له ټولو حکومتي دندو ګوښه کړای شوی، او پر ځای لږ تجربه لرونکی پوځي جنرال وټاکل شو.

کېم جونګ اون د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې د خپل پلار له مرګه وروسته د شمالي کوريا مشري په غاړه واخيسته.

د اوسني کېم د مارشالۍ لقب وړاندې د ده پلار کېم جونګ ايل ته هم ورکړل شوی وو، خو دغه رتبه د هغه له مړينې دوه میاشتې وروسته ورکړل شوه.

د شمالي کوريا له مرکزي اژانس نه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي: "پرېکړه شوې چې د شمالي کوريا د دموکراتيک خلق د مارشال لقب د کوريا سر اعلی قومندان کېم جونګ اون ته ورکړل شي."

د جنوبي کوريا په مرکز سيول کې د بي بي سي خبرياله لوسي ويليمسن وايي ښاغلي اون ته د دغه منصب ورکول ښيي چې دی غواړي د خپل پلار په څېر د پوځ پر مټ پر خلکو حکومت وکړي او واک زيات کړي.

د پوځ مخکنی مشر، ري يونګ

د شمالي کوريا حکومتي رسنۍ وايي د پوځ مشر ري يونګ هو له ټولو حکومتي دندو لرې کړای شوی دی.

ري يونګ هو، د پوځ د مشر ترڅنګ د ځواکمنې پوځي کمېټې مرستيال وو او په واکمن کارګر ګوند کې يې هم مهمې دندې پر مخ وړلې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ري يونګ درې کاله وړاندې د اوسني کېم د پلار له لوري پر دغه دنده ګمارل شوی وو.

د ګوند په يوه لنډه ويناپاڼه کې ويل شوي چې ري يونګ د "ناروغۍ له امله" له خپلو دندو لرې کړای شوی دی.

خو په سيول کې د بي بي سي خبرياله لوسي ويليمسن وايي له دندې د پوځ د مشر د ايسته کېدو د پرېکړې د وضاحت لپاره پراخ شکونه موجود دي.

د ګوند له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې د ري يونګ هو پر ځای د بل چا د ټاکل کېدو يادونه نه ده شوې.

په سيول کې د جنوبي کوريا د يووالي وزارت يوه وياند خبريالانو ته ويلي دي چې د ري يونګ لرې کېدل "بيخي غير عادي" دي.

له واکه د ري يونګ هو لرې کېدو له شمالي کوريا بهر ډير خلک حيران کړې دي.

هغه د کېم جونګ ال له مرګه وروسته د هغه زوی کېم ال سونګ ته د واک د لېږدولو په بهير کې خورا مهم رول درلود.

ري هو، د شمالي کوريا يو له هغو اوو لوړپوړو چارواکو نه وو چې له اوسني مشر سره يو ځای د کيم جونګ ال په جنازې پسې روان وو.

ښاغلی ري هو درې کاله وړاندې د اوسني مشر د پلار کېم جونګ ال د واکمنۍ پر مهال په دغه دنده ګمارل شوی وو.

کيم جونګ ال وروسته له دوه لسيزو واکمنۍ د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر کې ومړ.

ورته مطالب