ډېری عربي هېوادونو کې روژه د جمعې په ورځ پيلېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption بيت المقدس کې هم اعلان شوی چې جمعه د روژې پيل دی.

په عربي نړۍ کې مصر، سعودي، قطر، اردن، کويټ، يمن، سوډان، فلسطين او لبنان د پنجشنبې/پنځنۍ پر ورځ اعلان وکړ چې د جمعې ورځ به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ وي.

په افغانستان کې هم سترې محکمې اعلان کړی چې سعودي کې د مياشتو په ليدلو افغانستان هم د جمعې په ورځ روژه نيسي.

خو عمان، سوريې، عراق او ماليزيا بيا ويلي چې روژه د شنبې په ورځ پيلېږي.

په مصر کې د دغه هېواد دار الافتاء په ډاګه کړې چې پنجشنبه/پنځنۍ د شعبان وروستۍ او جمعه دروژې لومړۍ ورځ ده.

په سعودي کې لوړې محکمې اعلان کړی چې جمعه د روژې پيل دی. دغې محکمې ويلي يو شمېر شاهدانو د شعبان مياشتې پر ۲۹ مه د سږني ۱۴۳۳ هجري سپوږميز کال د روژې مياشت ليدلې، نو په دې سره جمعه د روژې لومړۍ ورځ ده.

په همدې ډول قطر، کويټ، متحده عرب اماراتو او په لبنان کې دار الفتوا ويلي چې جمعه د روژې لومړۍ ورځ ده. په فلسطين کې د قدس مفتي، په اردن کې کې مشر قاضي، او په يمن کې دارلافتاء هم جمعه د روژې پيل اعلان کړی دی.

خو په عمان کې د مياشتې کتلو کمېټې ويلي د روژې مياشت نه ده ليدل شوې، او په سوريه کې هم ټلوزيون ويلي چې روژه به د شنبې په ورځ پيليږي.