د امریکا په سینما کې ګڼ کسان په ډزو وژل شوي

Image caption نیول شوي کس پولیسو ته ويلي چې په کور يې چاودېدونکي توکي درلودل.

امریکايي پولیس وايي لږ تر لږه ۱۲ کسان د بټمن فلم د لومړنۍ ښوونې په مراسمو کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي دي.

رپوټونه وايي وسله وال ۵۰تنه نور د شپې هغه وخت ټپيان کړل چې د دنور ښار د ارورا په سینما کې يې همدا فلم لیده.

ويل کيږي چې ۱۰ تنه په سینما کې مخامخ په ډزو وژل شوي او څلورو نورو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

سیمې ته نژدې د یوه سویډني روغتیايي مرکز چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په ډزو ویشتل شوي ډېر زخمیان ورته راوړل شوي او نور هم پر لار دي.

عیني شاهدانو وويل یوه کس چې مخ يې پټ و په سينما کې اوښلن ګاز وکارول او وروسته يې په ډزو پيل وکړ.

یوه عيني شاهد رسنیو ته وويل چې د فلم د اخ و ډب او ډزو په صحنه کې يې لوړ غږونه واورېدل او ګاز يې احساس کړل خو وايي ده داسې ګومان کاوه چې دا به د سینما د چارواکو له خوا د فلم د لومړنۍ ښوونې په ویاړ شوي وي.

امریکايي رسنۍ وايي د ارورا پولیس يو کس د پېښې په تړاو سیمې ته نژدې له ټوپک سره نیولی دی.

نیول شوي کس پولیسو ته ويلي چې په کور يې چاودېدونکي توکي درلودل.

دغه فلم چې د بټمن فلمونو د لړۍ دی ډارک نایټ راېسېز (The Dark Knight Rises) نوميږي.

ورته مطالب