د سوريې د ملي امنیت مشر مړ شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کيږي چې د سوريې په شاوخوا سیمو کې نښتې زور اخلي

د سوريې د ملي امنیت مشر د چارشنبې ورځې(جولای/۱۸) د بريد له ټپونو په روغتون کې ساه ورکړه.

دولتي تلوېزيون خبر ورکړ چې د هغه هېواد ملي امنیت مشر هېشام اختیار په روغتون کې له هغو ټپونو ومړ چې د چارشنبې په ورځ ور اوښتي وو.

هېشام اختیار د سوريې په حکومت کې څلورم تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په دمشق کې د ملي امنیت پر دفتر د چارشنبې ورځې د ځانمرګي بريد له امله مري.

ويل کيږي چې د سوريې په شاوخوا سیمو کې نښتې زور اخلي او یاغیانو تر اوسه پر پوله د څو امنیتي پوستو ولکه تر ګوتو کړې.

په همدې حال کې فرانسې ته د روسيې استازي له دمشق سره په خپلو هغو خبرو جنجال را پورته کړی چې ويلي يې و ولسمشر اسد د واک پرېښودو ته تیار و.

الکزاندر اورلوف وويل ښاغلی اسد د تېرې میاشتې د جینیوا په کنفرانس کې په دې سلا شوی و چې خپله دنده پرېږدي.

هغه وويل بشرالاسد له مخالفو یاغیانو سره، د یوه سیاسي انتقال پر سر خبرو لپاره، یو پلاوی نومولی و چې په دې مانا ده چې هغه د دندې پرېښودو ته تیار و.

د ښاغلي اورلوف دې څرګندونو د سوري چارواکو قهرجن غبرګون را پارولی.

د سوريې د اطلاعاتو وزير دې څرګندونو ته په غبرګون کې وويل چې د ښاغلي اورلوف خبرې ټولې بې بنسټه دي.

د ملي امنیت د مشر د مړينې خبر په داسې وخت کې خپور شو چې د هغه برید نور قربانيان خاورو ته سپارل کېدل.

د چارشنبې د برید نور درې قربانیان د دفاع وزیر، د هغه مرستیال چې د ولسمشر اسد اوښی هم و او د دفاع یو بل پخوانی وزیر و.

د چارشنبې ځانمرګی بريد په داسې وخت تر سره شو چې یاغیانو پر ښار هر اړ خیز برید پیل کړ. یاغیانو پر دمشق عملیات د "دمشق اورشیندې عملیات" وبلل.

له تېرې شنبې ورځې (جولای/۱۵) راهیسې د دمشق په بېلا بېلو برخو کې نښتې روانې دي.

په نويو نښتو کې دولتي تلوېزيون اعلان وکړ چې "د میدان ښار له ترهګرو پاکه شوه" خو یاغیان بیا وايي له میدان نه ځکه ووتل چې بمبارۍ پرې وشوې.

خو د هېواد په نورو برخو کې یاغیان له عراق او ترکيې سره پر پولو د څو امنیتي پوستو په نيولو توانېدلي دي.

ورته مطالب