د سوريې تازه نښتو شاوخوا ۲۰۰ کسه وژلي دي

سوريه ، دمشق د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې له بل لوی ښار حلب نه هم د نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.

د سوري حکومت مخالفينو اعلان کړی چې له حکومتي ځواکونو سره په وروستيو نښتو کې له ۲۰۰ زيات کسان وژل شوي، چې ډېری په پلازمېنه دمشق کې دي.

د سوريې حکومت بيا اعلان کړی له هغو "ترهګرو ډلو" سره په جګړه کې ښکېل دی چې پلازمېنې ته يې نفوذ کړی دی.

پر همدې مهال د حکومت وسله وال مخالفين وايي د دمشق په بېلا بېلو برخو کې يې پر سوري ځواکونو بريدونه کړي دي.

د سوريې له بل لوی ښار حلب نه هم د نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.

د سوريې د حکومت لویې مخالفې ډلې اخوان المسلمين ويلي دي چې حکومت په ډېرو برخو کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې چې په پلازمېنه او د ښار په نورو سيمو کې د جګړو راپورونه ورکړل شوي، ولسمشر بشار الاسد ته وفاداره ځواکونه توانېدلي چې د دمشق په مرکز کې د ميدان سيمه دوباره تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د انځور حقوق AP
Image caption ملګري ملتونه وايي سوري پناه غوښتونکو پرته له لبنان نه عراق، ترکيې او اردن ته پناه وړې ده.

حکومتي ځواکونو دغه راز له عراق سره پر پوله پر هغې لارې خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې، ويل کېږي لا هم د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده.

راپورونه وايي چې په سوريه کې د وروستي تاوتريخوالي له امله زرګونه کورنۍ ګاونډيو هېوادونو ته په تېښته دي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو اداره وايي چې سوري پناه غوښتونکو پرته له لبنان نه عراق، ترکيې او اردن ته پناه وړې ده.

دغه اداره وايي ۱۶ مياشتې وړاندې چې په سوريه کې د اعتراضونو لړۍ پيل شوې له هغه راهسيې په اردن، عراق، لبنان او ترکيه کې د دوی استازو ۱۲۰۰۰ پناه غوښتونکي ثبت کړي، او يو شمېر نور يې پرته له نوم ثبتونې دغو هېوادو ته ورغلي دي.

دوی وايي په منځنۍ کچه هره ورځ ۷۰۰ کسه له سوريې نه نورو ګاونډيو هېوادونو ته اوړي.

ورته مطالب