د ۱۲ امريکايانو د وژنې په ماتم ملي بيرغ نيم ځوړند شوی

جېمز هومز د انځور حقوق Reuters
Image caption ډزې هغه مهال پيل شوې چې خلکو په سينما کې د "بټمن" فلم کوت.

د امريکا د کلورادو د ارورا ښار په يوه سينما کې د ډزو له امله د ۱۲ کسانو له وژل کېدو وروسته ولسمشر براک اوباما پر ټولو حکومتي ودانيو د امريکا د بېرغ د نيمه ځوړندېدو حکم کړی دی.

په دغه پېښه کې ۵۹ کسه ټپيان شوي وو چې يو يې د څلورو مياشتو وو او بل يې ايله شپږ کاله عمر درلود.

ولسمشر اوباما او د هغه جمهوري پلوي سيال مېټ رومني تر دې پېښې وروسته خپلې ټاکنيزې هلې ځلې ځندولې دي.

هغه مهال چې په سينما کې ډزې پيل شوې خلکو د کلورادو ایالت د ارورا د ښار په يوه سينما کې د "بټمن" فلم کوت.

عيني شاهدان وايي يوه کس چې اوربوز يې د غازو پر ضد ماسک تړلی وو، د اوښلن غاز له شيندلو وروسته په خلکو ډزې پيل کړې.

پوليسو په دې تړاو له سینما بهر د موټرو په تمځای کې د نيورو ساينس يو ۲۴ محصل نيولی دی.

چارواکي وايي له دغه محصل سره يو توپک، د مرميو يو شاجور او دوه تمانچې نيول شوي، چې د دوی په خبره ټولې يې له قانوني لارو اخیستې وې.

د امريکا د پوليسو فدرالي ادارې د دغه وسله وال سړي نوم جېز هومز ښوولی دی.

ولسمشر اوباما د دغې پېښې په اورېدو په سملاسي ډول د فلورېدا سفر لنډ کړی او پلازمېنې ته يې ځان رسولی دی.

ښاغلي اوباما له پېښې د خبرېدو پر مهال يوې انتخاباتي غونډې ته وينا کوله، او چې کله خبر شو نو ګډونوالو ته يې وويل د سياست لپاره نورې ډېرې ورځې په مخ کې دي او نن ورځ د دعاو ده.

په کلورېدا کې له دغې پېښې وروسته د نيويارک په ټولو سينماګانو کې چې د بټمن فلم په کې ښودل کېده سخت امنيتي تدابير نيول شوې دي.

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې خو د دغه فلم ننداره بيخي لغوه شوې ده.

ورته مطالب