بغداد کې بريدونو ۸۲ کسه وژلي ۱۴۰ يې ټپيان کړي

عراق د انځور حقوق AP
Image caption د بغداد په ښار کې دننه او بهر هم د موټر بم څو چاودنې شوې دي.

د پلازمېنې بغداد په ګډون په عراق کې پر له پسې بريدونو په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸۲ کسه وژلي او له ۱۴۰ ډير نور يې ژوبل کړې دي.

راپورونه وايي د دغو بريدونو اصلي هدف د عراق امنيتي ځواکونه وو.

له عراق نه ورکړل شوي راپورونه ښيي چې بريدګرو د موټرو پر مټ د پوليسو په څو پوستو بريدونه کړې دي.

يوازې د صلاح الدين په سيمه کې په يوه بريد کې ۱۵ حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د بغداد په ښار کې دننه او بهر هم د موټر بم څو چاودنې شوې دي.

د عراق روغتيايي چارواکو ويلي، د التاجي او کرکوک په ښارونو کې هم يو لړ بمي چاودنې شوې دي.

د نن (سې شنبې، ۲۳ جولای) ورځې په تر ټولو بد بريد کې لږ تر لږه ۱۸ کسه په التاجي ښار کې ووژل شول.

دغه ښار چې ډيری اوسېدونکی يې سنیان دي د بغداد په ۲۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري.

راپورونه وايي د ضلوعيه، حسينیه، خان بنی سعد او طوز ښارونو کې هم بمی بريدونه شوي دي.

تېره ورځ هم د بغداد د جنوب په يو شمېر ښارونو کې پر له پسې چاودنو لږ تر لږه ۱۷ کسه ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

ورته مطالب