عرب ليګ پر ولسمشر اسد د واک پرېښودو غږ کړی

عرب ليګ د انځور حقوق AP
Image caption عرب ليګ له مخالفو وسله والو مخالفينو غوښتي چې يو موقتي حکومت جوړ کړي.

د عربي ټولنې يا عرب لیګ د بهرنيو چارو وزيرانو د سوريې له ولسمشر بشار الاسد نه غوښتي، څومره چې ژر کېدای شي واک پرېږدي.

دوی ولسمشر اسد ته د واک د پرېښودو په بدل کې ژمنه ورکړې چې دی او کورنۍ به يې خوندي وي.

د عرب ليګ د بهرنيو چارو وزیرانو په قطر کې له بېړنۍ غونډې وروسته په يوه ګډ پرېکړه ليک کې د سوريې له مخالفانو وغوښتل چې يو انتقالي حکومت جوړ کړي.

پر همدې مهال ولسمشر اسد خپلو پوځیانو ته امر کړی چې په دمشق او حلب ښارونو کې له مخالفینو څخه د سیمو د بېرته نیولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره ډېرې کړي.

تېره ورځ حکومت د دمشق په ختيځ او لويديځ کې د برزه او مزه په سيمو پرلپسې بريدونه وکړل.

د حکومت د مخالفو د راپورونو له مخې، حکومتي ځواکونو د مزه سيمې کنټرول ترلاسه کړی او ۲۰ کسه يې په دې ګمان چې ګواکې د حکومت له وسله والو مخالفينو سره يې مرسته کوله، وژلي دي.

راپورونه وايي چې د سوريې په دويم لوی ښار حلب کې جګړه لا روانه ده.

د حکومتي ځواکونو متقابل بريد له هغه يوه اوونۍ وروسته پيلیږي چې مخالفو وسله والو په دمشق او حلب ښارونو کې د پام وړ پرمختګ وکړ.

سوري مخالفين په تېره یوه اوونۍ کې وتوانېدل چې د دمشق يو شمېر برخې لاندې کړي او د دغه هېواد يو شمېر بندري سيمې ونیسي.

د جګړې انساني ډال

یوې برتانوۍ موسسې چې په جګړه کې د ښکيلو ماشومانو پر ضد ده او د هغوی له حقونو ملاتړ کوي اعلان کړی چې د سوريې په جګړه کې ښکېلې غاړې په قصدي ډول هڅه کوي ماشومان په نښه کړي.

دوی وايي دغه ماشومان اعدام ته له ورته مرګ او سختو ټپونو سره مخامخ دي او یا هم تښتول کېږي او جنسي تېری پرې کېږي.

دغه ټولنه وايي د جګړې دواړو غاړو ماشومان په خپلو جګړه ييزو لیکو کې ساتلي او د انساني ډال په توګه يې کاروي.

دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې د پلازمېنې دمشق د دوو ميليونو ماشومانو په ګډون دا وخت د سوريې هېڅ ماشوم له امنيتي اړخه خوندي نه دی.

دوی له نړېوالې ټولنې غوښتي چې په سوريه کې د ماشومانو ځورول د جنګي جرمونو په کتار کې راولي او د ماشومانو د خوندي کېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب