ډیره مالگه د سرطان خطر لوړوي

Image caption ډېره مالگه د وينې د فشار لپاره هم بده ده او د زړه ناروغيو او سکتې ته لار هواروي

د سرطاني ناروغيو د څېړنې د نړيوال صندوق په وينا د مالگينو خوړو لکه سرې کړې غوښې، وچې ډوډۍ او د سباناري جوارو کمول د نس (معدې) پر سرطان د اخته کېدو خطر کمولى شي.

صندوق له وگړو غواړي چې خلک لږه مالگه وکاروي او پر خوړو روښانه وليکل شي چې څومره مالگه لري.

څېړنيزې ادارې ويلي که خلک ورځنۍ لارښوونې سمې پلې کړي، په برتانيا کې د نس د سرطان له اوو څخه د يوې پېښې مخه نيول کېدلى شي.

په برتانيا کې د سرطان د څېړنې اداره وايي دا شمېر تر دې هم ښايي لوړ وي.

ډېره مالگه د وينې د فشار لپاره هم بده ده او د زړه ناروغيو او سکتې ته لار هواروي، خو سرطان هم رامنځته کولى شي.

سپارښتنه کېږي چې په يوه ورځ کې تر ٦ گرامه يا د چايو د هوارې کاچوغې هومره مالگه وکارېږي، خو د سرطاني ناروغيو د پلټنې نړيوال صندوق وايي چې خلک په ورځ کې معمولا" څه له پاسه اته نيم گرامه مالگه خوري.

پټې ناروغۍ

په برتانيا کې هر کال نژدې شپږ زره نوي کسان د نس پر سرطان اخته کېږي. د سرطاني ناروغيو د څېړنې دغه اداره وايي که ټول وگړي د ورځې پر شپږو گرامو مالگو بسنه وکړي، نو ددغو ناروغيو د ١٤ سلنې يا نژدې اته سوه پېښو مخه نيول کېدلى شي.

د سرطاني ناروغيو د پلټنې په نړيوال صندوق کې د روغتيايي معلوماتو د څانگې مشره کېټ مېندوزا وايي: "د نس د سرطان بريالۍ درملنه گرانه ده ځکه چې ډېرې پېښې يې تر هغو چې ناروغي پوره پخه شوې نه وي، نه ښکاري."

د انځور حقوق Press Association
Image caption څېړنيزې ادارې ويلي که خلک ورځنۍ لارښوونې سمې پلې کړي، په برتانيا کې د نس د سرطان له اوو څخه د يوې پېښې مخه نيول کېدلى شي.

د مالگې او روغتيا په اړه د گډ عمل په نامه د يوه بنسټ کارکوونکې کاترين جېنر وايي تر شپږو گرامو د لږې مالگې خوړل د زړه د سکتې او سرطان مخه نيولى شي.

"دا د ژوندانه په بڼه کې د بدلون پر راوستلو- لکه د مالگې پر کمولو او د ډېرو مېوو او سبو پر خوړلو- نور هم ټينگار ډېروي چې له لويه سره ناروغي پېښېدو ته پرېنږدي."

د مالگې ډېر خوړل دا نه دي چې د جمعې پر رخصتۍ يې د غرمنۍ پر مهال پر سرو کړو کبانو يا پټاټو وشيندې. د مالگې ډېره برخه لا دمخه په خوړو کې شته.

همدا دليل دى چې د سرطاني ناروغيو د پلټنې نړيوال صندوق "د خوړو لپاره هم "ټرافيکي څراغونو" ته د ورته يوه سيستم د را ايستلو وړانديز کړيدى:سور رنگ د لوړې، ژړ د منځنۍ او زرغون د لږې مالگې لپاره".

خو د خوړو ډېرو توليدونکو ته دا لار ښه نده ايسېدلې او لوى پلورنځي پر خوړو د نښو د لگېدو نورې لارې غوره بولي.

په برتانيا کې د سرطاني ناروغيو د پلټنې ادارې غړې لوسي بويډ وايي: "په دې پلټنه کې هغه څه تاييد شوي چې په برتانيا کې د سرطاني ناروغيو د پلټنې ادارې په يوه وروستي خپاره شوي رپوټ کې راغلي و او هغه دا چې: ډېره مالگه دغه راز د نس پر سرطان د وگړو په اخته کولو کې ونډه لري.

"په منځنۍ توگه، په برتانيا کې وگړي ډېره مالگه خوري او دا کچه په نارينه وو کې لا ډېره ده."

"پر خوړو د لگېدلو نښو سمول ښايي د پېرونکو له خوا د مالگې د کمولو پر لور يو گټور گام وي."

ورته مطالب