اوباما سوريې ته د کيمياوي وسلو د کارولو په تړاو ګوتڅنډنه کړې

اوباما د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر بارک اوباما وويل د دغه ډول وسلو کارولو کې به سوريه ناوړه تېروتنه وکړي.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما ګوتڅنډنه کړې که د سوريې ولسمشر بشار الاسد د کيمياوي وسلو زېرمې چې سوريې يې اوس لرل منلي وکاروي، ځواب به يې ورکړي.

ولسمشر اوباما زياته کړه که کيمياوي وسلې وکارول شوې نو سوريه به ناوړه تېروتنه وکړي.

له دې مخکې د سوريې د بهرنيو چارو وزارت وياند د لومړي ځل لپاره ومنله چې سوريه کيمياوی وسلې لري.

خو ده وويل چې دا به هېڅکله د سوري وګړيو پر ضد ونه کارول شي، او يوازې له بهر نه د بريد په حال کې به ورته مخه کوي.

دا لومړی ضمني اعتراف و، چې سوريه په ريښتيا هم داسې وسلې لري.

د امريکا متحده ايالاتو هم سمدلاسه ورسره يو ځل بيا د دغسې وسلو په کارولو سوريې ته ګوتڅنډنه وکړه.

ولسمشر باراک اوباما وويل د دغه ډول وسلو کارولو کې به سوريه ناوړه تېروتنه وکړي:

"نن موږ د يو داسې لېږد لپاره هم کار کوو، چې له مخې يې د سوريې خلک يو ښه راتلونکی ولري او د اسد له نظام ازاد وي."

ښاغلي اوباما وويل د سوريې د کيمياوي وسلو زېرمو ته په کتلو، موږ په پرله پسې ډول اسد او نورو ته چې د ده چاپېر دي، دا خبره سپينوو، چې نړۍ مو څاري.

د امريکا ولسمشر وويل که سوري چارواکي د دغو وسلو په کارونې دا غمناکه تېروتنه وکړي د نړيوالې ټولنې او امريکا له خوا به له دوی سره حساب کتاب کېږي.

پر همدې مهال د ملګريو ملتونو سرمنشي بان کيمون هم خپله اندېښنه څرګنده کړه، او ويې ويل که هر چا په سوريه کې د پراخې ويجاړۍ وسلې وکارولې، د منلو وړ نه ده.

په سيمه کې د بي بي سي يو خبريال وايي تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې که د سوريې حکومت نړېږي دا وسلې د توندلاريو لاسونو ته ونه لوېږي.

د لويديځ او اسراييلو اندېښنې

د انځور حقوق AP
Image caption سوريې ویلي کېمياوي وسلې به د هغو پر وړاندې وکاروي چې له بهره پر سوريې د بريد نيت لري.

د سوريې پر نظام له پخوا راهيسې د کيمياوي وسلو لرنې شک و، او اوس لوېديځو سترو ځواکونونو او اسراييلو اندېښنې نورې هم زياتې شوې دي.

د ټولو په سر کې يې اندېښنه دا ده، که د دمشق نظام پرځي دغه وسلې کېدی شي د حزب الله او القاعدې په څېر توندلارو ډلو لاسونو ته ولوېږي.

همدا د دوی لپاره يوه ريښتينې ستونزه ده. نه دا چې ځينو ورته د يو داسې ګواښ په سترګه کتلي، ګنې که لوېديځ په سوريه کې د کړکېچ پای ته رسولو په موخه دغه هېواد ته ورننوځي، دغه وسلې به د دوی پر وړاندې وکارول شي.

ځکه لوېديځ په خپله په وار وار دا خبره کړې چې پر سوريې د وردانګلو هوډ نه لري.

اروپايي ټولنې هم پر همدې مهال د نویو تدبيرونو اعلان کړی چې موخه يې د سوريې واکمن نظام تته د وسلو رسېدنې مخنيوی دی.

په دې توګه به هغه بارونه چې له اروپايي هېوادونو او اوبو تېرېږي د درولو او پلټڼې لپاره درول کېږي.

دا داسې نه ښکاري چې د دمشق کنګل دې ويلي کړی شي، هلته واکمن نظام د عربي ټولنې دې وړانديز ته په سپکه کتلي او رد کړی دی چې ولسمشر اسد او کورنۍ ته يې د دې ضمانت ټټر وهلی ګنې که له واکه ګوښه کېږي د تېرېدو خوندي لار به ورته پرانيزي.

روښانه ده، چې له ورستيو ډرامو او شاتګونه سره سره د دمشق واکمن باور لري دوی لا تر اوسه پر چارو منګولې ټينګولی او خپل کنټرول بيا پر ځای کولی شي.

د دمشق عمليات

د سوريې پر حکومتي ټلوزيون د تازه عملياتو ځينې برخې ښودل کېږي، دا عمليات د مشق لوېديځ مزه سيمه کې ترسره کېدل، چې د ولسمشر اسد جنګياليو په کې د پښې ځای موندلی و.

خو د دمشق په دې سيمه او نورو ډېرو برخو کې که څه هم حکومتي ځواکونو په کې د خپلو سترو وسلو ټول زور کارولی، له خورا کلکو متقابلو بريدونو سره مخامخ شوي دي.

حکومتي ځواکونه زيار باسي مخکې له دې چې پر ځمکه کوم ځواکونه واستوي په سيمه کې د هر ډول مقاومت زور کم کړي.

فعالان وايي په ډېری برخو کې د شکمنو ياغيانو او او خواخوږيو بيړنۍ اعدامونې شوې دي.

ورته مطالب