هغې وژنې چې د دولتونو په ملاتړ عملي کیږي

د انځور حقوق BBC World Service

ترور، قانوني وژنه، په نښه شوې وژنه، سیاسي وژنه ، ګڼ اصطلاحات له بېلا بېلو تعبیرونو او خړ تاریخ سره هر تعبیر او اصطلاح چې کاروئ.

دا رپوټ د هغو وژنو او ترورونو په اړه دی چې د دولتونو په ملاتړ پلان او عملي کیږي، د خپلو سیاستونو د پلي کولو لپاره د یوې لارې په توګه. هغه لار چې اوس بیا عامه شوې ده.

۷۰ کاله مخکې د برلین واټونه په تورو جنډو وپوښل شول. دلته د ناڅي جرمني په تاریخ کې د جنازې تر ټولو لوی مراسم ترسره کېدل، رېنهارد هېدریخ خاورو ته سپارل کېده.

د ناڅي جرمني یو ډېر وېروونکی واکمن څو ورځې وړاندې په برتانیا کې د روزل شويو وژونکو په لاس ترور شوی و.

په برتانیا کې د ځانګړو عملیاتو نوې جوړې شوې ادارې او په لندن کې مېشت د چکوسلواکیا یوه جلاوطني غورځنګ غوښتل چې دا عملیات په ګډه ترسره کړي.

د دغو عملیاتو د پلانولو جزییات د برتانیا د ملي آرشیف په یوه څانګه چې مخکې پټه یا محرمه وه، شته دي.

دا یاد داشتونه ښيي چې چکي رضاکاران څنګه په برتانیا کې و روزل شول او بیا چکوسلواکیا ته ورښکته کړل شول.

د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ د میاشتې يوه یاد داشت کې داسې راغلي:

"دغو دوو ایجنټانو ته د وژنې ټولې لارې چارې چې موږ ته مالومې دي ورښوول شوې دي. دوی غواړي دا عملیات تر سره کړي، که وروسته ورته د تېښتې امکان وي او که نه"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغو دوه ایجنټان غواړي دا عملیات تر سره کړي.

روزل شويو کسانو د هغه کال د مې په میاشت کې د هېدریخ پر سر لوڅي مرسیدس موټر په یوه تنګ کږلېڅ کې برید وکړ.

د یوه بریدګر ستن ګن ټوپک بند پاتې شو، دویم یې یو بم چې د دغه برید لپاره په ځانګړې توګه جوړ شوی و ور ګوزار کړ چې چرې یې هرې خوا والوتلې.

هېدریخ په خپله هڅه وکړه چې بریدګر تعقیب او و نیسي، خو پر هغه ورځ ور رسېدلو ټپونو یې په پای کې ژوند ترې واخیست.

دغه برید ته د ناڅیانو ځواب ډېر بې رحمه وو.

د لېدیچ په کلي کې چې ګومان کېده برید کوونکو ورسره تړاو درلود، له ۱۶ کلنو پورته ۱۷۳ نارینه ووژل شول.

ټولې ښځې د ناڅیانو یوه پنډغالي ته ولېږل شوې، کوچنیان خواره واره شول او ټولې ودانۍ له خاورو سره خاورې شوې.

دلته دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ایا ترور یوه اغېزمنه یا ګټوره لار ده؟

د هېدریخ د ژوندلیک لیکونکی رابرت ګېروارت یې داسې ځوابوي:

"که پوښتنه دا وي چې ایا دا وژنه د هغې پر پایلو ارزېدله که نه، زما ځواب به هو او نه وي. له یوې خوا دا عملیات تر ټولو ډېر بریالي استخباراتي عملیات وو چې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې ترسره شول. په دې مانا چې د ناڅي د وېرې اچونې د ډلې یو مهم غړی په کې ووژل شو، خو د دغه بري بیه ډېره ګرانه پرېوته، په تېره بیا د چکوسلواکیا کورني پاڅون ته، ځکه په را وروسته اوونیو کې هغوی په بشپړه توګه له منځه یوړل شول".

له دغې وژنې یو شی ترلاسه شو. د لیدیچ د پېښو له امله رامنځ ته شوي قهر او خشم د متحدینو پر پرېکړې چې د مونشن تړون لغوه کړي اساسي اغېز لاره، هغه تړون چې تر مخې یې د چکوسلواکیا ډېره برخه جرمني ته ور پرېښودل کېده.

خو آیا دغو پایلو رښتتیا د هغو ټولو قربانیو ارزښت لاره؟

ښکاري چې سیاستوالو د دغې پوښتنې ځواب نه ګاڼه.

ښايي په همدې دلیل و چې له دې وروسته د جګړې په بهیر کې ترور او سیاسي وژنې ډېرې په پراخه توګه تر سره نه شوې.

د فاکسلي علمیات یوه څه معیاري وو، د برتانیا د ځانګړو عملیاتو ادارې غوښتل د یوه نښه ويشتونکي په ګمارلو هتلر وولي.

په بختسګادن Berchtesgaden کې د هغه د کور د نقشې په اړه پراخ استخباراتي معلومات غونډ شول.

خو دا پلان وروسته لغوه شو، تر یوه ځایه د دې لپاره چې بریالی نه ګڼل کېده او له دې امله هم چې چارواکي وېرېدل چې دا کار به د جګړې هڅې زیانمنې کړي.

د هغو استدلال دا و چې د هتلر ځای ناستی ښايي په حقیقت کې د برتانیا پر ضد جګړه کې ډېر منطقي او اغېزمن وي.

د سیاسي وژنو د ناوړه پایلو په اړه اندېښنې تل یو مهم لامل و چې له هغو څخه کار اخیستل محدود پاتې شي.

خو د یوې اسانه حل لارې په توګه د سیاسي وژنو جذابیت هېڅکله کم شوی نه دی.

جمال عبدالناصر

د سویز کانال د کړکېچ پر مهال د برتانیا د لومړي وزیر انتوني اېډن ټول ذهن د مصر پر ولسمشر جمال عبدالناصر په ورکولو بوخت و.

په ۱۹۵۶ کې برتانیا او فرانسې له اسراییلو سره په پټه موافقه وکړه چې ولسمشر جمال ناصر چې د سویز کانال یې ملي کړی و ووژني.

د برتانیا د وخت لومړي وزیر د بي بي سي له لارې خپلو خلکو ته داسې وويل:

"ماښام مو پخیر! د سویز کانال نوم ټولو ته اشنا دی. نن شپه زه غواړم له تاسو سره په دې اړه چې څو ورځې وړاندې هلته څه پېښ شول خبرې وکړم. په دې اړه چې دا پېښه زموږ لپاره څه مانا لري. زموږ دعوا له مصر او عربو سره نه ده. موږ له ناصر سره دعوا لرو".

د ناصر د وژلو فکر د انتوني اېډن له سره نه وته.

د هغه یوه وزیر انتوني ناتینګ په یاد دي چې هغه د قتل د ټکي په کارولو د ناصر په اړه غږېده.

"زه خورا ډېر ووېرېدم کله مې چې له انتوني اېډن څخه د ټېلي فون پر یوې پرانستې لیکې واورېدل چې راته وايي دا څه چټیات دي چې د ناصر د ګوښي کولو او او بندولو په اړه وايئ، نه پوهېږې؟ که پوهېدلای نه شې د وزیرانو غونډې ته راشه او ووايه چې ولې نه پوهېږې چې زه غواړم ناصر ووژل شي. هغه په رښتیا د وژلو ټکی وکاراوه".

ویل کیږي چې د برتانیا د بهرنیو استخباراتو ادارې ام ای ۶ (IM6) د دې کار لپاره بېلا بېلې لارې وڅېړلې، خو د اېډي د دغې هیلې د عملي کېدو امکان هېڅکله برابر نه شو.

د سویز کانال له لانجې څلور کاله وروسته د پاتریس لوممبا په نامه یو ځوان ملي غوښتونکی سیاستوال په ګانکو کې واک ته ورسېد.

هغه په خپل هېواد کې د روان کړکیچ پرضد مقابله کې له شوري اتحاد څخه مرسته وغوښته.

په لندن کې د خطر زنګ ووهل شو چې پاتریس لوممبا له حده ډېر کمونستانو ته ورنژدې شوی دی.

پاتریس لوممبا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لندن کې د خطر زنګ ووهل شو چې پاتریس لوممبا له حده ډېر کمونستانو ته ورنژدې شوی دی.

له دې امله د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هوارد سمېت چې وروسته د برتانیا د کورنیو استخباراتو د ادارې ام آی ۵ (IM5) مشر شو، د هغه حساب ته د رسېدلو لپاره دوه وړاندیزونه وکړل.

لومړی وړاندیز چې هوارد سمېت ویل چې غوره یې ګڼي دا و چې د لوممبا په وژلو هغه له مخې لرې کړل شي.

هغه فکر کاوه چې دا کار به ستونزه حل کړي، ځکه لوممبا د داسې یوه غورځنګ مشر نه و چې د ده په شان وړ او اغېزناک بالقوه ځای ناستي ولري.

په دې دوسیه کې نورې څرګندونې ښيي چې برتانوي چارواکو د دغه وړاندیز په اړه بېلا بېل نظرونه لرل.

په پای کې برتانویان دغه وړاندیز پسې ونه ګرځېدل. خو امریکايان را وړاندې شول.

په واشنګتن کې چارواکو هڅه وکړه چې پرې نژدې ولسمشر ایزنهاور د وژنې په دغه دسیسه کې ښکېل وګڼل شي، سره له دې چې ټول پوهېدل چې هغه دا وژنه غوښتله.

په ۱۹۶۰ کال کې د ملي امنیت د شورا په یوه غونډه کې ولسشمر وویل چې غواړي لوممبا له منځه یوړل شي، خو د هغه په دې خبره کې د منکرېدو لپاره پوره ناڅرګندتیا موجوده وه.

سي آی اې (CIA) خپل یو کس، د غاښو د زهرجنو کریمو له یوه تیوب سره کانګو ته واستوه، خو په کانګو کې د سي آې اې (CIA) ځایي افسر لاري بېفلېن Larry Bevelin د کریمو دا تیوب د کانګو په سیند کې وغورځاوه.

ښاغلي بېفلین درې کاله مخکې له خپل مرګه څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دا پېښه داسې راپه زړه کړه:

"زما لومړنی غبرګون دا وو چې د دغې وژنې اجازه چا ورکړې ده. زه د هرچا امر نه منم، په تېره بیا د دغسې یوه کار لپاره. زه رښتیا هک پک شوم. ما هېڅکله نه و اوریدلي چې زموږ اداره دې په دغه ډول کارونو او عملیاتو کې ښکېله وي. او ما په خپله نه غوښتل چې دا کار وکړم. دا زما لپاره یو قتل و. دا سمه ده چې مابه ډېر کارونه کړي وي چې ټول یې روا او حلال نه و، خو هېڅکله مې څوک نه و وژلي. ماته وویل شول چې دا د ولسمشر امر دی، خو ما باور نه کاوه. ما لوممبا لیدلی و، او پوهېدم چې هغه شوروي ته نژدې دی. خو نه مې غوښتل چې ووژل شي. ما غوښتل چې له نورو لارو، د انتخاباتو له لارې/ له صحنې لرې شي، نه دا چې ووژل شي".

لوممبا یوازېنی هدف نه وو، په ۶۰ مو میلادي کلونو کې د بهرنیو دولتي مشرانو وژولو ته لېوالتیا په امریکا کې څرګنده وه.

په جنوبي ویتام، چیلي او د دامېنک په جمهوریت کې د سیاسي مشرانو د وژلو غیر مستیقمې دسیسې په دې کتار کې راتللې.

فیدل کاسترو

خو تر ټولو ډېر شور د کیوبا د مشر فیدل کاسترو د وژنې هڅو رامنځ ته کړی و.

جلا وطنو کیوبایانو وروسته د دغو هڅو په اړه په ټلوېزیوني پروګرامونو کې خبرې وکړې.

د ۷۰ مو کلونو په نیمايي کې د امریکا د کانګرس د څېړونو په لړ کې د لوممبا، کاسترو او نورو د وژنو دسیسې افشا شوې.

په دغو غونډو کې دا هڅې له اخلاقي پلوه تر پوښتنې لاندې راغلې.

خو د سناتور والتر ماندېل په وینا د هغو کسانو موندل ګران وو چې مخامخ یې د دغو وژنو امرونه ورکړي وو:

"کله چې دا رپوټونه ولولئ، ګورئ چې په سوابقو کې ډېر تناقض شته دی او ګونګ دي. اصلاً د دې خبرې د مالومولو هڅه چې مسوولیت د چا پر غاړه دی او څوک باید حساب ورکړي داسې دی لکه لور په لوټه تېره کول. زما په اند چارې داسې تنظیم شوې وې چې که یوه مساله افشا کیږي، هېڅ څوک مسؤل ونه ګڼل شي. خو دا تر بل هرڅه ډېر دا ښيي چې امریکايان په وژلو، دروغ ویلو او د خبرو په پټولو کې ډېر تکړه نه دي".

لوممبا په پای کې د بلجیمیانو په مرسته ووژل شو. نه د امریکایانو یا برتانویانو په مرسته. خو کله چې دا او نورې دسیسې په ۱۹۷۰ مو کلونو کې بربنډې شوې، یو لوی شور ماشور رامنځ ته شو، او په نتیجه کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جرالد فورډ سیاسي وژنې په رسمي توګه بندې کړې.

په برتانیا کې د یوې لنډې لارې په توګه د سیاسي وژنو وسوسه پر خپل ځای پاتې شوه.

د ۱۹۷۰ کلونو په پای کې ډېوېد اوېن چې هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر و، له خپلو چارواکو و پوښتل چې کېدی شي د یوګندا ظالم دېکتاتور ادي امین ووژل شي.

هغه په یادوي چې څنګه یو افسر چې له MI6 سره یې د ارتباط افسر په توګه کار کاوه په خپل ځای کې پورته نیغ ودرېده او ویې ویل:

“موږ دا ډول شیان نه کوو”

"ما دا مساله د ۱۹۷۸ کال په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت له یوه جګپوړي دپلومات سره چې فکر کوم د ام آی ۶(IM6) نه و/ خو له ام ای ۶ سره زموږ اصلي رابط وو، راپورته کړه. هغه په ډېر لوړ جرات چې له دنګې ونې یې هم لوړ وو ماته وکتل او ویې ویل چې موږ دا کارونه نه کوو. ما وویل چې نو موږ باید د دغو کارونو په اړه فکر وکړو ځکه وضعه ډېره خرابه ده. له ډېرو بحثونو وروسته موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې موږ دا کار نه شو کولای، ځکه موږ له یوګندا سره په جګړه کې نه وو. ډېرې خبرې او ستونزې وې او زه داسې احساس نه کوم چې له ځانه د دفاع لپاره دا مساله مطرح کړم. ما د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د خپل کار له پیله له هغه بدماش سره سر او کار لاره او ځینو ویل چې د هغه له لاسه د وژنو شمېر ۲۵۰ زرو ته رسېده، چې په یوه وړوکي هېواد کې دا یو لوی شمېر و. او یوازې یو کس د هغو مسول و، نه نظام، فقط یو کس، چې له عقله لرې او له ګورته وتلی و. څه مو کولای شو؟"

د ترهګرۍ پر ضد جګړه

په اوسني وخت کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې مساله نوره هم پېچلې کړې ده.

د جګړې او سولې ترمنځ، د جنګیالو او ولسي کسانو او کورنیو نښتو تر منځ لیکې تتې شوې دي.

په بل هېواد کې د یوه هېواد د وګړو د ژوند ساتنه ښايي د ترور یا په نښه شوو وژنو لپاره یوه توجیه وي، او ښايي یوه بله توجیه دا وي چې په نښه شوې وژنې د دفاعي جګړې د پرمخ بیولو یوه بڼه ده.

له دې سره سره، که مخکې هېوادونه په ښکاره د ترور په اړه غږېږدل، اوس د دغه ټکي منفي بار هغوی دې ته اړ کړي چې پر ځای یې، په تېره بیا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې، د هدفي یا په نښه شویو وژنو خبره وکړي، نه د ترور او سیاسي وژنو.

د سپتمبر یولسمې (9/11) پېښې په امریکا کې د کړنو قوانین بدل کړل.

جورج بوش اعلان وکړ چې اسامه بن لادن غواړي. مړ یا ژوندی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر فورډ له خوا پر سیاسي وژنو لګېدلی بندیز لاهم پر خپل ځای دی. خو اوس قوانین بل ډول تعبیر او تفسیریږي.

د ځان ساتنې د مفهوم پراخېدل ، په نښه شوو وژنو ته حقوقي توجیه برابروي.

له دې خبرې څخه اوس له پېښېدونکي برید څخه د ځان ساتنې مانا اخیستل کیږي، او د هغو ډلو په نښه کول چې د برید پلان لري، ان که دا مالوم هم نه وي چې دا برید به څه وخت تر سره شي.

خو بیا هم وژل، یوه سپېڅلې کلمه نه ده او ډېر لږ کسان موندلی شئ چې د په نښه شوو وژنو د تګلارې ملاتړ وکړي.

برتانوي سیاستوال او جنرالان تېر کال د دې خبرې په سپینولو کې پاتې راغلل چې ایا د لیبیا د پخواني مشر معمرالقدافي پر کور بمباري د هغه د وژلو په نیت شوې وه که څنګه.

په همدې توګه د امریکا حکومت هم کله اسامله بن لادن په پای کې پیدا او ووژل شو، ادعا وکړه چې د هغه د وژلو قصد يې نه لاره.

د دغې ۳۸ دقیقه یي پېښې په اړه لومړنیو څرګندونو له وروستیو څرګندونو سره توپیر لاره.

په پیل کې ادعا وشوه چې بن لادن له مقاومت وروسته ووژل شو. خو دا رښتیا نه وه، ځکه هېڅ ډزې نه وې تبادله شوې.

امریکایي چارواکي وايي د اېبټ اباد عملیات، د نیولو یا وژلو عملیات وو، خو د اسامه د نیولو چانس ډېر نه و.

د متحده ایالتو لوی څارنوال ارېک هولدر:

"موږ استخباراتي معلومات لرل چې ښايي هغه خپل ځان پورې کوم ډول چاودېدونکي توکي تړلي وي. فکر کووم موږ لاهم نه پوهېږو چې ایا په هغه کور کې عملاً کومه هڅه روانه وه که نه. تاسو باید د هغو کسانو د چلند څرنګوالي ته وګورئ چې هلته یې شتون لاره. هغه ښځه چې له هغه سره وه او په پښه ولګېده، زموږ سرتېرو کولای شو چې هغه په سر یا ټټر وولي، خو ویې نه غوښتل چې دا کار وکړي. بیا سرتېري خپله بن لادن سره مخامخ شول، او پرېکړه یې وکړه. هغه پرېکړه چې یوازې هغوی کولای شوه او سمه یې ګڼله. د هغوی پرېکړه دا وه چې هغه ووژني".

هغه اندېښنه چې اوس ډېره شوې دا ده چې که د سیاسي وژنو حقوقي توجیه همداسې پراخه شي، دغه ډول وژنو ته لاس اچول به نور هم عام شي.

که امریکا کولای شي چې خپل اتباع په یمن کې په قانوني توګه ووژني، ولې روسان دا کار په لندن کې ونه شي کولای.

ځینې فکر کوي چې د روسي استخباراتو کې جي بي (KGB) د پخواني افسر الکساندر لېتوېننکو مسمومول ښايي د همدې توجيې له مخې تر سره شوي وي.

د له محاکمې پرته یا خپلو سرو اعدامونو په اړه د ملګرو ملتو ځانګړی رپوټ ورکوونکی کرېستوف هاینز وېره لري چې تر دې بدتر به پېښ شي:

"که تاسو د څو کالو مخکې په اړه فکر وکړئ، د دواړو غاړو جنګیالیو به یونیفورم په تن کاوه، او دا روښانه وه چې څوک دقیقاً په جګړه کې ښکېل دي. نن د دغو بریدونو مالومول ډېر ګران شوي دي، او دا داسې یو حالت رامنځ ته کوي چې په هغه کې د دغو دښمنیو حقوقي چوکاټ چې ډېره مهم دی، په سختي ټاکل کېدی شي. که دغه چوکاټ د یوې نړېوالې جګړې په کچه پراخ شي چې په کې هرڅوک وشي کولای چې خپل پام وړ کسان په هرځای کې چې وغواړي په نښه کړي، دا په دې مانا ده چې په دې لړ کې د بي ګناه کسانو تصادفي قرباني کېدل د منلو وړ دي. د بېلګې په توګه په اسامه بن لادن باندې د پاکستان په خاوره کې ۱۲۰ کېلومتره دننه، او یا هم په یمن او سومالیا کې د کسانو په نښه کول. نو که پرچا باندې شک وي چې ترهګر دی او په قانوني توګه په نښه کېدی شي، ایا امکان لري چې د لندن په هیترو هوايي ډګر کې پرې برید پرې وشي او شاوخوا کسانو ته یې هېڅ پام ونه شي؟ دا حالت یوې عمومي جګړې خواته راون دی، د ټولو جګړه د ټولو پر ضد چې هېڅ برید او حد نه لري".

د رینهارد هېدریخ Reinhard Heydrich له وژنې وروسته لسیزو کې د دکتاتورانو، ترهګرو، او آن د پوهانو د له منځه وړلو لېوالتیا او وسوسه، د هغو د ناوړه پایلو او د بشري حقونو د پښو لاندې کېدو په اړه د اندېښنو تر سیوري لاندې راغلی و.

د ترور یا Assassination ټکی ښایي اوس په دولتي اسنادو کې څرګند نه شي او چارواکي یې په خپلو خبرو کې یاد نه کړي، خووروستۍ موخه او قصد هماغه دی چې مخکې و.

نو څه نتیجه اخیستل کېدی شي؟

دا چې څنګه و وژنو، د وژلو له ناړوه پایلو ځان وژغورو، څنګه پرې منکر شو او په پای کې وجدان اوضمیر له عذابه څنګه ځان خلاص کړو.

ورته مطالب