د شمالي کوريا مشر واده وکړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption ده د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د پلار د مړینې وروسته واک تر ګوتو کړ.

د شمالي کوریا دولتي تلوېزيون په لومړي ځل تایید کړه چې د هېواد نوی او ځوان مشر کیم جونګ اون يې واده کړی.

یوې را ډيو وويل چې کیم جونګ اون او ناوې "ریسول جو" یو تفریحي پارک پرانیسته.

تردې وړاندې د دغې لنډ وېښتانو ښځې عکسونه د شمالي کوريا له نوي او ځوان مشر کیم جونګ اون سره څو ځله لیدل شوي وو خو د دغه هېواد رسنیو يې تایید نه و کړی چې دا ښځه په رښتیا د ده ښځه وه که نه.

رسنیو هغه مهال وويل چې دا مېرمن د دوی د نوي مشر ملګرې ده.

په دې وروستیو کې د کوريا د نوي مشر د ژوند په اړه رپوټونه خپاره شول.

ده د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د پلار د مړینې وروسته واک تر ګوتو کړ.

شننونکي د کوریا د نوي مشر او هغه د دنننۍ حلقې په زير څاري تر څو د دغه ځوان مشر په اړه نور معلومات تر لاسه کړي.

تېره اوونۍ د دغه هېواد پوځي چارواکو په پوځ کې ځينې بدلونونه را وستل او کسان يې بدل را بدل کړل چې کارپوهان وايي دا ښايي د دې لپاره کيږي چې نوی مشر پر واک خپلې منګولې ټېنګې کړي.

مرموزه ښځه

ویل کيږي چې په شمالي کوريا کې یوه سندر غاړې د "ریسل جو" په نامه شته خو څوک نه پوهېږي چې ایا هغه د نوي مشر همدا ښځه ده که نه.

دولتي رسنيو په دې اړه چې دغې جوړې کله واده کړی څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې د شمالي کوریا دولتي رسنيو ګومان کاوه چې له مشر سره يې په تېر کې لیدل شوې مېرمن د دغه هېواد یوه بله سندرغاړې "هویون سانګ اول" وه.

باور کيږي چې مېرمن ریسول جو له کیم جونګ اون سره په ۲۰۰۹ کال کې واده کړی وي او له هغه یو ماشوم هم لري.

د جنوبي کوریا د ورځپانې یوه شننونکي وويل:

"په ۲۰۰۸ کال کې له هغه وروسته د کیم جونګ اون پلار هغه ته په بيړه نجلۍ پیدا کړه چې حمله پرې راغلې وه".

هغه زیاتوي چې د مېرمنې پلار پروفېسر او مور يې نرسه ده.

ورته مطالب