برتانیا له افغانستانه د پوځي تجهيزاتو ايستل پيل کړل

Image caption د دفاع وزير منلې چي افغانستانه نهو زرو سرتېرو او د شپږو ميلياردو ډالرو په ارزښت پوځي وسايلو راويستلو خطر سره مخامخ دی

د برتانيا دفاع وزير له افغانستان نه د خپلو پوځي تجهيزاتو د ايستلو د پيل خبر ورکړى دى.

فيلپ هاموند وويل دا کار له اوس نه تر ٢٠١٤ کاله د ځواکونو وتلو ته د چمتوالي په لړ کې کېږي.

ښاغلي هاموند له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ويلي چې پوځ يې په چټکۍ سره پر راوتلو کار کوي او که امريکا او نور ملگري يې د راوتلو چاره رامخته کړي، دوى يې هم چټکولى شي.

افغانستان کې د څلوروميلياردو ډالرو په ارزښت د پېچلو برتانوي پوځي تجهيزاتو او لوژستيکي مرستندويو موادو شمېرل او کره کول روان دي.

ښاغلی هاموند زیاتوي ډيره مهمه ده چې افغانستان نه خپل سر تېري د متحدو ايالاتونو، شمالي اتلانتيک، ناټو او نورو غړو هېوادونو سره په هماهنگۍ را وباسي.

ښاغلي هاموند وویل که نور هېوادونه افغانستان نه خپل سرتېري زر را وباسي دا به په نوموړی هېواد کې د برتانياوي سرتيرو د را ويستلو په بهېر چې ٢٠١٤ کال ټاکل شوی هم اغيز وکړي.

دی وايي له وړاندې يې ځينې پوځي وسايل افغانستان نه راويستلي او د نورو د را ويستلو لپاره د پلانونو په جوړولو کار کوي.

د دفاع وزير منلې چي افغانستان نه لږ تر لږه نهو زرو سرتېرو او د شپږو ميلياردو ډالرو په ارزښت د پوځي وسايلو راويستلو خطر سره مخامخ دی کوم چې د دې په ګومان اسان ماموريت نه دى.

د واکمن محافظه کار گوند پارلماني غړي، ادم هولي ويلي دي دا کار هله شونی دی چې ځايي خلکو ته پيسې ورکړل شي. خو ښايي طالبان له دې پروسې هم يو څه ترلاسه کړي.

د دفاع وزير هاموند وايي دا به عملي نه وي چې ووايو طالبان به له دې پروسې یوه ټنګه هم نه ترلاسه کوي . خو دا يې هم وویل چې چابک او پياوړي پلانونه يې جوړ کړي تر څو طالبان ونه شي کړى له دغې پروسې نه گټه پورته کړي.

ورته مطالب