واشنګټن اروپا کې د نقاب پر بندیز نیوکه کړې

واشنګټن اروپا کې د نقاب پر بندیز نیوکه کړې د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر په توګه د فرانسوا اولاند له ټاکل کېدا مخکې، هغه د نقاب د مخنیوي قانون پرځای وباله، چې بیا وروسته بلجیم هم د ۲۰۱۱ په جولای کې ورته ګام واخیست.

واشنګټن په اروپا، په ځانګړې توګه بلجیم او فرانسه کې د مسلمانانو پروړاندې د نقاب د بندیز قوانین توکمیزو توپیرونو ته لمن وهل بللي دي.

د تېر ۲۰۱۱ کال د دیني ازادیو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې اروپايي هېوادونه د پخوا پرتله اوس تر ډېر توکم پالنې او دیني توپیرونو ته لمن وهي.

راپور د بلجیم او فرانسې په څېر پر اروپايي هېوادونه نیوکه کړې چې ګني د مسلمانانو د کالیو ضد قوانین یې وضع کړي.

بلجیم او فرانسې په عامه ځایونو کې د مسلمانو ښځو پر نقاب او مخ پټولو د بندیز لګولو قوانین وضع کړي او سرغړوونکی یې نغدي جریمه کوي.

د دیني ازادیو سفیرې سوزان جانسن کوک په راپور کې پر ځينو حکومتونو دا نیوکه هم کړې ده، چې ګني د دیني لباس په حق کې یې تر حده ډېره مبالغه کړې ده.

هغې ویلي چې د کالیو اغوستل باید د هر چا شخصي اختیار وي.

د فرانسې پارلمان د ۲۰۱۰ کال په سپتمیر کې په عامه ځایونو کې د ښځو د مخ پټولو د مخنیوي قانون تصویب کړ، چې د تېر ۲۰۱۱ کال د اپریل پر ۱۱ د تطبیق وړ وګرځول شو.

د ولسمشر په توګه د فرانسوا اولاند له ټاکل کېدا مخکې، هغه د نقاب د مخنیوي قانون پرځای وباله، چې بیا وروسته بلجیم هم د ۲۰۱۱ په جولای کې ورته ګام واخیست.

نور هېوادونه

خپاره شوي امریکايي راپور د مصر پر حکومت هم نیوکه کړې چې ګني له قبطيانو سره د ناوړه چلند په مخنیوي کې پاتې راغلی.

همداراز، د چین پر حکومت هم غږ شوی چې د دیني توپیرونو او ازادیو د سلبولو له چارو لاس واخلي.

پر همدې مهال، د شمالي کوریا حکومت بیا ددیني ازادیو په عملي کولو کې پاتې راغلی بلل شوی.

د امریکا راپور په ایران، پاکستان او افغانستان او د سعودي عربستان، بحرین، عراق نایجریا او روسیې په څېر نورو هېوادونو کې هم د دیني ازادیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د روان ۲۰۱۲ کال د اپریل پر ۲۵ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو په اروپا کې له هغو مسلمانانو سره سخت توپیري چلند کېږي، چې د خپلې عقیدې او مذهبي لارښوونو ملاتړ او پلوي کوي.

Image caption په اروپا کې مسلمانان د وګړو ۷.۲ سلنه جوړوي.

دغه سازمان په یوه تازه خپاره شوي راپور کې له اروپايي دولتونو غوښتي چې له مسلمانانو سره له ناوړه کړنو او توپیري چلند ډډه وکړي.

اروپا کې مسلمانان

په اروپا کې مسلمانان د وګړو ۷.۲ سلنه جوړوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پر اسلام ایمان لرل او مذهبي لارښوونې عملي کول یوازې د مسلمانانو کلتور دی.

د فرانسې د مسلمانانو په اړه د یوې نظرپوښتنې له مخې، ۴۱ مسلمانانو ویلي چې پر دیني شعایرو عمل کوي، او ۲۲ سلنې بیا خپل ځانونه په اصل کې مسلمانان بللي دي.

ورته مطالب