م.م: زرګونه وګړي حلب کې بند پاتې دي

حلب د انځور حقوق Reuters
Image caption حلب کې د جګړو له کبله زرګونه وګړي بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اېجنسۍ خبرداری ورکړی چې زرګونه خلک لا تر اوسه د سوريې په اقتصادي مرکز حلب کې بند پاتې دي په داسې حال کې چې د مخالفو وسله والو پر سنګرونو د سوريې پوځ يرغل روان دی.

په حلب کې فعالان وايي د خوړو او د پخلي غاز زېرمې په خلاصېدو دي.

د تازه نښتو او جنګي چورلکو بريدونو راپورونه ورکړل شوي، خو مخالف جنګيالي وايي په حلب کې د صلاح الدين مهمې سيمې ولکه لا تر اوسه د دوی په لاس کې ده.

ملګري ملتونه وايي ۲۰۰ زره خلک په حلب کې له جګړې تښتېدلي دي. د ملګريو ملتونو يوې وياندې مېلېسا فېلمېنګ وويل شاخوا ۱۶ زره خلکو د دغه ښار په ښوونځيو، جوماتونو او عامه ودانيو ته پنا وړې ده:

''موږ او زموږ شريکان ګوري چې په زرګونه وېرېدلي اوسېدونکيو ښوونځيو، جوماتونو او عامه ودانيو ته پنا وړې ده. دوی هغه خلک دي چې له ښاره نه دي تښتېدلي، دوی وسايل نه درلودل، او يا د دې احساس کوي چې سفر ډېر خطرناک دی.

په حلب کې مو ۳۲ ښوونځي په نښه کړي، له دغو ښوونځيو په هر يوه کې موږ او اورېدلي يا مو ليدلي چې دننه يې له ۲۵۰ نه تر ۳۵۰ پورې خلک غونډ شوي، چې ډېری يې کورنۍ او ماشومان دي.

د پوهنتونو ليليو کې ټولټال ۷ زره خلک دي، په دې هيله چې د حلب په سړکونو کې د توپونو له پرله پسې ډزو او تاوريخوالي خوندي شي.''

شکور

څېړونکي وايي صلاح الدين د سوريې پوځونو مرستنديه ځواکونو لپاره مهمه لار برابروي چې له جنوب لوري ښار ته ورځي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په حلب کې لسګونه زره کورنۍ د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.

فعالانو د حالب په شمال ختيځ شکور ناحيه او هم د ښار لوېديځ لور د هوايي ځواکونو وېروونکې استخباراتي ادارې سره نژدې د توپونو درنو ډزواو چورلکو بريدونو راپورونه ورکړي دي.

د بي بي سي خبريال ايان پانېل چې اوس له حلب نه وتلی وايي په داسې حال کې چې د ډزو انګازې پر ښار خپرې دي، په دې پوهېدنه چې څوک چېرې ډزې کوي ناممکنه خبره ده.

خبريالان وايي حلب چې د سوريې تر ټولو ستر ښار او هم صنعتي او مالي مرکز بلل کېږي، هېڅ لوری يې هم له لاسه ورکول نه شي زغملی.

تر تېرې يوې مياشتې پورې دغه ښار د وينې تويونې له پېښو چې د سوريې نور ښارونه يې ليدونکي وو، په څنګ پاتې شوی و.

ورته مطالب