واشنگټن پاکستان ته مالي مرسته له سره پيل کړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پيسو ځنډېدو د پاکستان پوځ له مالي ستونزو سره مخامخ کړی و.

امريکا پاکستان ته د سلگونو ميليونو ډالرو ځنډول شوې مرسته تر هغه لږ وروسته بيا پيل کړه چې دواړو خواوو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو په اړه سند لاسليک کړ.

دا يو اعشاره يو ميليارد ډالره له نړيوالې ټلوالې سره د مرستې له مالي صندوق نه ورکول کېږي. واشنگټن د پيسو ورکړه تر هغه وروسته وځنډوله چې پاکستان پر خپله خاوره ناټو ته د اکمالاتو د وړلو لار وتړله.

دا کار د ٢٠١١ کال په نومبر کې کونړ ته مخامخ په مومندو کې د امريکايي چورلکو په بريد کې د ٢٤ پاکستاني عسکرو د وژلو په غچ کې شوى و.

وروسته تر هغه چې اسلام آباد د لارې د پرانستلو لپاره د ناټو بيا بيا غوښتنې رد کړې، واشنگټن پاکستاني پوځ ته د سلگونو میلیونو ډالرو کلنۍ مرسته وځنډوله.

دغه پيسې په تېره لسيزه کې په افغانستان کې د ناټو له عملياتو سره د مرستې په بدل کې د پاکستان پوځ ته ورکول کېدې.

د پيسو ځنډېدو د پاکستان پوځ له مالي ستونزو سره مخامخ کړ او گواښ يې کړى و چې که ژر له سره پيل نشي، پر ډيورنډ ليکه به د اورپکو د اوښتو- راوښتو له څارنې لاس واخلي.

د ناټو اکمالاتو ته د لارې بندولو د لوېديځ او پاکستان ترمنځ ترينگلتيا په بېساري ډول وخېژوله او ځينو امريکايي سناتورانو له ترهگرۍ سره په مبارزه کې د پاکستان پر رېښتينولۍ پوښتنې راپورته کړې.

په وروستیو کې داسې رپوټونه هم تر لاسه کېدل چې پاکستان د هرې لارۍ پر سر د ۵ زرو ډالرو غوښتنه کړې وه. داسې ګومان هم کېدو چې پاکستان ګواکې د ناټو اکمالاتي لاره د نرخ پر سر د چنې وهلو لپاره بنده کړې وه.

د ناټو اکمالاتو ته لاره تېره مياشت تر هغه وروسته بېرته پرانستنل شوه چې د امريکا د بهرنيو چارو هيلري کلنټن په مومندو کې د پاکستاني عسکرو پر وژلو بښنه وغوښته.

واشنگټن مخکې په دې اړه د پاکستان پرله پسې غوښتنې رد کړې وې او ويل يې چې امريکايي ځواکونو په دغه پېښه کې يوازې د ځان دفاع کړې وه.

ورته مطالب