"امریکا به افغانستان هیڅکله یوازې پرينږدي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د امرېکا د سنا د گډې جرگگۍ په پريکړه ليک کې په افغان حکو مت غږ شوى چې خپلې نړيوالې ژمنې پوره کړي

د امريکا د دواړو گوندونو د دفاعي او بهرنيو اړيکو د سناتورانو گډې جرگگۍ د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د تړون ننگه کړې ده.

په دې اړه د جرگگۍ په پريکړه ليک کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امريکا د متحده ايالتونو اوږد مهاله سياسي، اقتصادي او پوځي اړيکې مهم بلل شوي دي.

دغه ملاتړ داسې مهال راځي چې يوه مهم امريکايي سناتور جان کيرې ويلي دي چې امريکا به هيڅکله هم افغانستان يوازي پرينږدي.

دغه تړون د مې په مياشت د امريکا د ولسمشر بارک وباما اود افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري کابل کې لاسليک شو.

د سنا د گډې جرگگۍ سناتورانو ويلي دي په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو د امنيتي لاس ته راوړنو د ژغورنې لپاره د دغه راز يوه سند لاس ليک اړين و.

سناتور ليوين ويلي دي د دوى دغه درېځ افغانستان نه د پياوړي ملاتړ په مانا ده او دا د افغانستان گاونډيانو او هغو ته چې د دې هېواد د بې ثباته کولو هڅه کوي يوه څرگندونه ده چې امريکا به هيڅکه هم امريکا افغانستان يوازي پرينږدي.

پرون د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو د جرگگۍ مشر جان کېري ويلي و چې دغه سند د افغانستان او د امرېکا د متحدو ايالتونو تر مينځ د اړيکو پيل دى نه پاى.

ښاغلي کېري همدارنگه ويلي دي چې د افغانستان نړيوالو متحدينو د بن، لندن، شيکاگو، کابل او د توکيو په کنفرانسونو کې په بيا بيا له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړى او ويلي دي چې دوی به افغانستان له ٢٠١٤ کاله وروسته ځانته نه پريږدي.

سناتور لوگر ويلي دي افغانستان هم بايد له موجودو اسانتياوو او امکاناتو نه د خپل ثبات په گټه کار واخلي.

همداراز د امرېکا د سنا د گډې جرگگۍ په پريکړه ليک کې په افغان حکو مت غږ شوى چې خپلې نړيوالې ژمنې پوره کړي.

په دغو ژمنو کې د فساد پر ضد مبارزه د افغان وگړو د حقونو خوندې ساتل، د قانون واکمني او په ٢٠١٤ کال کې د ازادو او منصفانه ټاکنو تر سره کول شا مل دي.

همدا رنگه د گډې جر گگۍ په پريکړه ليک کې دا هم راغلي چې متحده ايالتونه به د افغان امنيتي ځواکونو د روزني او خپل مشورتي رول ته دوام ورکړي.

ورته مطالب