پاکستاني پوځ ځینې جګپوړي افسران بندیان کړل

علي خان د انځور حقوق none
Image caption علي خان تېر کال ونیول شو.

د پاکستان یوې پوځي محکمې د تېرې جمعې په ورځ له یوې سخت دریځې اسلام پالې ډلې سره د تړاو په تور خپل پنځه جګپوړي افسران بندیان کړل.

پر برګیډیر علي خان له حزب التحریر ډلې سره د تړاو تور دی، چې له دې کبله محکمې پنځه کاله بندي کړ.

حزب التحریر یوه سیاسي ډله ده، چې په ګرده نړۍ کې د اسلامي خلافت راوستل غواړي.

علي خان تېر کال ونیول شو.

خو د څلورو نورو نیول شوو کسانو د نیولو نېټه لا نه ده روښانه، چې ټول جګپوړي پوځي افسران دي.

حزب التحریر د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې فعالیت لري، خو په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې بندیز پرې لګول شوی، چې له دې ډلې یو هم پاکستان دی.

پاکستان وېره لري چې ګني دغه ډله د حکومت د حکومت راپرځولو هڅې کوي.

د څلورو نورو تورنو نومونه (سهیل اکبر، جواد بصیر، عنایت عزیز او افتخار) ښودل شوي دي.

خو دغه ډله وايي چې په تګلاره کې یې تاوتریخوالی نه شته، خو ددغې ډلې مخالفین وايي، چې ګني دا ډله ځوان نسل سخت دریځۍ ته هڅوي.

د پاکستان پوځ ویلي چې پنځه واړه تورن د استیناف غوښتنه کولی شي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

پاکستان کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال اصف فاروق وايي ښاغلي خان په لوړه کچه له امریکا سره د پاکستان د پوځ پر اړیکو نیوکلې کړې دي.

برید جنرال علي خان د پاکستان راولپنډۍ په پوځي قومندانۍ کې کار کاوه، چې تېره میاشت ونیول شو. د هغه کورنۍ هغه بې ګناه بولي.

وړاندې د برید جنرال علي خان ښځه انجم د خپل میړه په حق کې لګول شوي تورونه بابیزه بللي وو.

ورته مطالب