د سعودي ختيځ کې یو پولیس وژل شوی

سعودي کې مظاهره کوونکي د انځور حقوق Reuters

د سعودي عربستان ختيځ قطيف ښار په وسله واله نښته کې یو پولیس او یو لاریون کوونکی وژل شوي دي.

په اخ و ډب کې یو بل کس ټپي شوی دی.

د سعودي عربستان خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي چې پولیس د وسله وال په ډزو وژل شوی دی.

ویاند برید کوونکي اړدوړ جوړوونکي بللي، چې په وینا یې د برید پرمهال یې له موټر سایکلونو ګټه اخیستې ده.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي "تر پېښې وروسته امنیتي ګزمې اړدوړ جووونکي وسله وال پسې اخیستي، چې په موټر سایکلونو سپاره وو، پر دوی یې متقابلې ډزې کړي، څلور کسان یې ترې نیولي چې یو ټپي یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده."

فرانس پرېس خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې برید کوونکو د تېرې جمعې په ورځ د قطيف په مظاهره کې هم ګډون کړی و.

قطيف ولایت د سعودي عربستان په تېلو بډایه ختيځه برخه کې پروت دی، چې ډېرکي اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.

د سعودي عربستان له شاوخوا ۱۹ میلیون وګړو ۱۰ سلنه یې شیعه ګان جوړوي.

دغه سیمه وړاندې هم د ورته مظاهرو شاهده وه.

لاریونونه په دې سیمه کې وروسته تر هغه ډېر شول، چې امنیتي کسانو یو شیعه مذهبي ملا فتنې ته د هڅې په تور ونیو.

سعودي چارواکي په هېواد کې پر اړدوړ جوړوونکو د "فتنه جوړوونکي"، "ناامني رامنځ ته کوونکي" نومونه ږدي، چې تر ډېره په کې شیعه لږکي فعال دي.

پر سعودي مېشتو شیعه ګانو د ایراني ملاتړ تور دی، چې ویل کېږي په سعودي کې د ړدوړ جوړولو له چارې ایران ګټه اخلي.

ورته مطالب