د ۱۷ کلنې جلۍ خپل مور او پلار د هغې په وژلو محکوم شول

Image caption دا د هغې پاکستاني العصله ۱۷ کلنه بریتانوۍ جلۍ تصویر دی چې خپل مور او پلار یې د هغې پر وژلو پړه وپیژندل شول او په عمري بند محکوم شول

په بریتانیا کې د هغې ۱۷ کلنې جلۍ مور او پلار په عمري بند محکوم شول چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې له ورکیدو شپږ میاشتې وروسته یې مړی په یوه سند کې وموندل شو.

دا جلۍ شفیلا احمد نومیده. د هغې پلار افتخار احمد او مور یې فرزانه د هغې په وژلو کې لاس لرل رد کړي وو خو اوس له اوږدو څیړنو وروسته دواړه د خپلې لور په وژلو کې په لاس لرلو محکوم شوي او چارواکي وايي چې لږ ترلږه ۲۵ کاله به په بند کې تیروي.

ویل شوي چې دوی خپله لور شفیلا احمد له څو کلنې شکنجې وروسته د یوې پلاستکي خلتې په وسیله زندې کړې وه.

څارنوالان وايي شفیلا احمد ځکه وژل شوې چې مور او پلار یې ګومان کاوه چې هغې د لویدیځ ډیر کړه وړه خپل کړي وو او په خپله ټولنه کې یې دوی شرمول.

شفیلا د ۲۰۰۳ کال د سپتمبر په ۱۱مه ورکه شوه او مړی یې د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د بریتانیا په کنت کې په سیند کې وموندل شو.

هغه د خپلو غاښونو له اسنادو او ګاڼې نه وپیژندل شوه چې شفیلا احمد ده.

د وژنې څرنګوالی

د هغې د جسد دوه ځلې معاینات وشول خو ډاکټران پوه نه شول چې هغه څنګه وژل شوې. د هغې د وژنې څرنګوالی تر ۲۰۱۰ کال پورې یوه معما وه. خو دا خبره هله روښانه شوه چې د شفیلا احمد کوچنۍ خور علیشاه احمد په ۲۰۱۰ کال کې د یوه وسله والې غلا په تړاو ونیول شوله. هغې د تحقیقات پرمهال دا هم وویل چې د هغې مشره خور شفیلا خپل پلار او مور ووژله.

هغې پولیسو ته ویلي مور او پلار یې یوه پلاستکي خلته د شفیلا احمد په خولې کې ننیسته او په دې توګه یې هغه د خپلو نورو بچیانو په مخکې ووژله. خو د هغې پلار وايي لور یې نیمه شپه له کوره وتلې وه او بیایې ژوندې ونه لیده.

علیشاه احمد ویلي مور او پلار یې غوښتل لور یې د هغوی په خوښه واده وکړي خو هغې له دې خبرې سره مخالفت درلود او تر ډیره یې د لویدیځ کړه وړه خپل کړي وو.

علیشاه احمد محکمې ته ویلي پلار یې د هغوی مشره خور وهله ټکوله او په دغه شپه یې د هغې له وژلو وروسته دوی ته هم ویلي وو که چارواکو ته ووایي چې شفیلا خپل مور او پلار ووژله نو دوی به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي.

ښاغلی احمد چې ټکسي چلوونکی دی له شفیلا پرته څلور نور بچیان هم لري.

ورته مطالب