پاکستان د يوې جوړې پر سپکاوي د پوليسو دندې ځنډولې

د پولیسو تاڼه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سند ګمبات سیمې تهاڼه ددغې جوړې په بربنډو ګرځولو تورنه شوې ده.

پاکستاني چارواکو د پوليسو د يوشمير هغو افسرانو دندې ځنډولې دي چې د خلکو په وړاندې د يوې مېرمنې او سړي پر بربنډ درولو تورن دي.

عيني شاهدانو ويلي دي چې د سند د گمبات په سيمه کې پوليسو دغه جوړه له کوره ايستلې او اړ کړې یې ده چې بربنډ د پوليسو تر ماموريته پلى ولاړه شي.

پوليسو دوى تورن کړي چې له واده پرته يې خپلو کې د نامشروع جنسي اړيکې د ټينگولو هڅه کوله.

څنگه چې شازيب جيلاني په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، د خلکو پر وړاندې د کسانو سپکاوى په پاکستان کې ناعادي خبره نه ده.

خو هغه څه چې په ځانگړې ډول دې پېښې پورې اړه لري، دا دي چې پوليسو دغه کار کړى او بيا يې له دوى نه د مل فون په واسطه فلم ډک کړى دى.

انځورونه يو بربنډ سړى ښيي چې پوليس يې پخپل کور کې ټيل وهي او سپکاوى يې کوي.

سړى چې ممتاز ميربهار نومېږي، ژاړي او هڅه کوي چې خپلې جامې واغوندي، خو پوليس يې ترې کشکاږي.

وروسته پوليس د سړي لاسونه له شا تړي او له هغې مېرمنې سره چې د ادعا له مخې د هغه انډيواله بلل کېږي، د پوليسو ماموريت ته بيول کېږي.

خلک ددغې صحنې ننداره کوي او ځينې خو له خپلو موبايلونو سره د پېښې فلم اخلي.

يو ه عيني شاهد بي بي سي ته وويل چې دا د پوليسو تر ټولو يوه شرموونکې کړنه وه.

هغه وويل، کله چې سړى د پوليسو د موټر پر لوري بيول کېده، نو پوليسو په سوکانو او لغتو پرې واورونه کول.

پوليسو وويل، دغه کار يې له ښاغلي ميربهار نه د خلکو د شکايتونو په ځواب کې کړى دى.

Image caption بي بي شهناز تېر کال د خپلو کلیوالو په مخ کې بربنډو ګرځېدو ته اړ شوې وه.

د سړي ځينو گاونډيانو هم د پوليسو خبره تاييد کړه چې گنې ده د روژې د مبارکې مياشتې په لړ کې شراب څښل او د نڅا او ټنگ ټکور محفلونه يې جوړول.

خو خلکو دا خبره هم کوله چې له دې هرڅه سره سره، پوليس دا حق نه لري چې د خلکو سپکاوى وکړي.

په همدې حال کې ښاغلى مير بهار وايي له دې پيښې سخت وېرېدلى دى.

دى اوس د ضمانت په بدل کې بېرته خوشی شوى دى، خو ادعا شوې ملگرې يې لاهم په بند کې ده.

د پوليسو نه د شکايت په نتيجه کې پاکستاني چارواکو د څو تنو هغو پوليسي افسرانو دندې وځنډولې چې په پېښه کې ښکېل وو.

ورته مطالب