د اوباما انځور د ترکانو غوسه راپارولې ده

د انځور حقوق
Image caption د بیسبال دا لرګی د مشهور امریکایي بیسبال لوبغاړي هانک ارون دی.

د اوباما هغه انځور چې له ترکي لومړي وزیر رجب طیب اردوغان سره پر تیلې فون خبرې په کې کوي، او د بیسبال پر لرګي یې تکیه کړې ده، د ترکانو سخته غوسه راپارولې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې دا انځور له ترکیې سره د امریکا له ټینګو اړیکو لرلو پرته د بل څه مانا نه ورکوي.

دواړو مشرانو د تېرې دوشنبې پر ورځ (جولای ۳۰) له یو بل سره د سوریې پر وضعیت تیلې فوني خبرې وکړې.

د بیسبال دا لرګی د مشهور امریکایي بیسبال لوبغاړي هانک ارون دی.

پر همدې مهال، په ترکي پارلمان کې د مخالف جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي متین لطفي بیدار ویلي چې دا عکس داسې ښکاري، لکه اوباما چې زموږ مشر ته نېغ امر کوي.

د مخالف جمهوري ګوند مشر اومت اوران ویلي چې اردوغان دا عکس کتلی، خو نه پوهېږي چې نوموړی به د ترکیې او ترکانو دې سپکاوي ته څه غبرګون وښيي او که څنګه.

ځینو ترکي خپرنیو هم دا موضوع د ټوکې په توګه راخیستې ده.

د ترکۍ "حریت" ورځپانې لیکوال احمد حاکان ویلي چې "موږ هم باید یوڅه وکړو، غبرګون ښودل شاید تر ټولو هوښیارانه ګام وي."

نوموړی زیاتوي: "زموږ لومړی وزیر هم باید په لاس کې یوڅه ونیسي او له اوباما سره خبرې وکړي، یا کمربند او یا هم د اوړو خیشتولو لرګی."

د سپینې ماڼۍ ویاندې کاپتلین هایدین په یوه لیکلې خبرپاڼه کې ویلي چې رویټرز خبري اژانس خپره کړې ده "پرون ددغه انځور په اړه په ترکي خپرنیو کې د اوباما اداره خبره شوه. دغه انځور له دې پرته چې ددواړو مشرانو ترمنځ اړیکي ډېر ټينګ دي، د بل څه مانا نه ورکوي."

نوموړې زیاتوي "ولسمشر په ډېرو مهمو مسایلو کې له ترکي لومړي وزیر اردوغان سره هم نظره او په یوه خوله دی."