برتانوی بانک له ایران سره پر همکارۍ تورن شو

د انځور حقوق PA
Image caption سټانډرډ چارټرډ بانک شپږم بهرنی بانک دی، چې له ۲۰۰۸ راهیسې له هغو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په تور تورنېږي چې امریکا اقتصادي بندیزونه پرې لګولي دي.

د برتانیا د ستانډرډ چارټرډ په نوم نړیوال بانک په برخه کې د نیویارک د یوې مالي ادارې له خوا پلټنه کېږي چې د ایران لپاره د پیسو په سپینولو تورن دی.

پلټونکي مالي اداره په یوه اعلامیه کې وایي بانک د ایران له حکومت سره معامله کړې او ۲۵۰ میلیارده ډالره د بانکي حساب له لاري استول شوي دي.

بانک ته امر شوی چې تشریح کړي ولې لاهم په نیویارک کې د فعالیت اجازه لري.

امریکا وايي دغه بانک په دې کړنې سره د امریکا قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

د نیوراک د مالي خدمتونو د ادارې څارونکي بنجامین لاوسکي ویلي، سټانډرډ چارټرډ بانک په پټه له ایراني حکومت سره د شاوخوا ۶۰ زره معاملو چارې مخته وړې دي، چې په دې لړک ې سلګونه میلیونونه ډالر کارته پورته شوي دي.

امریکا له ایران سر پر هر راز مالي راکړې ورکړې بندیز لګولی دی.

لاوسکي زیاتوي: "د سټانډرډ چارټرډ کړنې د امریکا مالي نظام د ترهګرو، د وسلو د سوداګرو او نشه يي توکو او فاسدو نظامونو په واک کې ورکولو ته لاره هواروي."

دی دا هم وايي چې "که څه هم دغه بانک یو رسمي او منل شوی بانک دی، خو پر دې سربېره یې دا سرغړونې کړي دي."

که چېرې په دغه ایالت کې د دغه بانک څانګه وتړل شي، دا به ددغه بهرني بانک لپاره یو مرګونی ګوزار وي او له امریکايي مالي مارکیټونو به یې لاس لنډ شي.

د سټانډرډ چارډترډ بانک ویاند ویلي چې "د امریکايي بندیزونو د مهال د بانک فعالیتونه له سره کتل کېږي، چې په دې کې به امریکايي څارونکي هم شامل وي. خو تر اوسه دا نه شي ویل کېدای چې کله به بشپړېږي او پایله به یې څه راوځي."

خو د ایران له لوري پر دغه برتانوي بانک د لګېدلو تورونو او له هغه سره د ایران د راکړې ورکړې په تړاو هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودل شوی.

سټانډرډ چارټرډ بانک شپږم بهرنی بانک دی، چې له ۲۰۰۸ راهیسې له هغو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په تور تورنېږي چې امریکا اقتصادي بندیزونه پرې لګولي دي.

ورته مطالب