بشارالاسد نوی لومړی وزیر وټاکه

د انځور حقوق SANA
Image caption ۴۸ کلن وائیل الحلقي چې یو طبي ډاکټر دی د سوريې په سویل کې زېږدلی دی.

مخالفو لیکو ته د لومړی وزير رياض حجاب تر اوښتو وروسته د سوريې ولسمشر بشارالاسد د روغتیا وزیر وائیل الحلقي د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

ولسمشر اسد دغه پریکړه د پخواني لومړي وزیر ریاض حجاب له تښتېدو دوه ورځې وروسته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د وائیل الحلقي په اړه آوازې خپرې شوې چې ښايي دې هم له مخالفینو سره یوځاي شي.

۴۸ کلن وائیل الحلقي چې یو طبي ډاکټر دی د سوريې په سویل کې زېږدلی دی.

په سوریه کې یوه ورځ وروسته له هغه چې پخوانی لومړی وزیر ریاض حجاب له خپلې کورنۍ سره ناڅرګند ځای ته وتښتید عمرغلاونجي د سوریې د نوي موقتي لومړي وزیر په توګه د کابینې د یوې بیړنې غونډې مشري وکړه.

داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي وو چې ښاغلي حجاب ویلي چې د بشارالاسد رژيم ترهگر نظام و نو ځکه يې له یاغیانو سره د يوځاى کېدو پرېکړه وکړه.

په لومړیو کې د ښاغلي حجاب ځای ځايګی نه و معلوم او اوس راپوټونه وايي چې نوموړی په اُردن کې دی.

د پخواني لومړي وزیر ریاض حجاب ویاند محمد الاتري رسنیو ته ویلي د ښاغلي حجاب تیښته له دوو میاشتو راهیسي پلانیده. ښاغلي الاتري زیاته کړه چې د بشارالاسد د رژیم نور لوړ پوړي چارواکي به هم د ریاض حجاب پر پل پل کېږدي او له سوریې نه به وتښتي خو په دمشق کې چارواکي وايي که هرڅوک له نظام نه جلا شي نو په چټکۍ به یې ځاي ډاک شي.

په همدې حال کې امریکا وايي د سوریې د پخواني صدراعظم ریاض حجاب تیښې وښودله چې د بشارالاسد رژیم له دننه نه د نسکوریدو په حال کې دی.

ورته مطالب