کلنټن د سوريې پر سر د خبرو لپاره ترکيې ته تللې

د انځور حقوق s
Image caption اټکل دا دی چې ترکيه او امريکا د مخالفینو پر ملاتړ او د اسد د احتمالي لرې کېدو پر سر خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ترکیې ته رسېدلې چې د ګاونډي هېواد سوریې د بحران په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.

اټکل کیږي چې د دواړو خواوو خبرې د ماتو شویو مخالفینو پر ملاتړ او د بشارالاسد د احتمالي لرې کېدو لپاره د چمتووالي پر موضوع راټولې وي.

ترکیه دا مهال تر پنځوس زرو د ډېرو سوریي کډوالو ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي له امله دې هېواد ته تښتېدلي دي.

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د سوریې یوه دیپلومات دانې الباج هم له خپلې دندې استعفا کړې دی.

ښاغلی الباج وايي د سوریي حکومت له لوري تاوتریخوالي ته په کتو یې خپله دنده نه شوای ترسره کولای.

دانې الباج وایی: "رژیم اوس خپل هېواد هدف ګرځولی، زه دې رژیم ته کار نه کوم، زه خپل هېواد ته کار کوم."

دی وايي اوس په دې باور یم چې له دندې لېرې کېدل مې ډېر مهم دي او د عربي سوریې له هېواده ملاتړ ته مې ملا تړلې ده.

د سوري او اردني پوځيانو نښته

بل خوا خبري سرچينو دغه راز د سوريې د پوځي ځواکونو او اردن ترمنځ د دواړو هېوادو پر پوله د نښتو خبر ورکړی دی.

د رويترز خبري اژانس له قوله ويل شوي نښته هغه مهال وشوه چې د سوري پناه غوښتونکو یوې ډلې اردن ته د اووښتو نيت درلود.

پر همدې بنسټ د دواړو هېوادونو پوځيان د اردن د پلازمېنې عمان په ۸۰ کيلومترۍ کې د تل شهاب په سرحدي سيمېه سره نښتي دي.

اردني چارواکي وايي په دغه نښته کې يې ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

د جمعې په مازیګر شوې دغه نښته په سوريه کې د ناارامیو له پيله راپدېخوا تر ټولو سخته بلل شوې ده.

ورته مطالب