په ایران کې زلزلو سخته مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق Getty
Image caption په ایران کې دوو زلزلو په لسګونو کسان ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل.

په ايران کې د دوو سختو زلزلو د وژل شويو شمېر تر ١٤٠ اوښتى او شاوخوا ١٣٠٠ نور ټپيان دي. خو چارواکي وايي حالات لا هم ناروښانه دي او دا شمېر په چټکۍ سره پورته ځي.

زلزله پرون مازيگر په ختيځ آذرباييجان کې وشوه چې د ايران په شمال لوېديځ کې پروت دى.

د ايران يوه خبري آژانس د پراخې ويجاړۍ خبر ورکړى دى. د زلزلو سختوالى د ريختر په کچه په وار سره شپږ اعشاريه څلور او شپږ اعشاريه درې ښودل شوى دى.

د بي بي سي خبریال پيټر بايلز په دې اړه خپل رپوټ کې وايي:

د تهران پوهنتون د زلزلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو له مخې دواړه زلزلې څو دقيقې وړاندې – وروسته وشوې. داسې خبرونه هم وو چې د تبريز په شمال لوېديځ ښار کې خلک په وارخطايۍ په کوڅو ورتوى شويدي.

يوه کس چې د سيمې يوه پارک ته په منډه وتلى و، بي بي سي ته د خپلو سترگو ليدل حال ووايه:

"پارک دومره ډک دى چې د ستنې ځاى په کې نشته. ټول په پارک ناست دي او د روژه ماتې دسترخوانونه غوړوي. پنځه - لس دقيقې کېږي چې يوه بله کوچنۍ زلزله هم وشوه او څوک چې په روژه ماتې پسې تللي وو، بېرته راووتل."

اټکل دى چې د سر ډېر زيان به څنگ ته د پرتو کليو اوسېدونکو ته اوښتى وي. خو ويل کېږي چې له دغې سيمې سره د نښلېدو ټولې لارې پرې شوې وي. په دې سره ايراني چارواکو ته د غميزې د پراختيا جوتول او د زيانونو ارزول ډېر گران شوي دي.

ځپل شويو سيمو ته د ژغورونې لسگونه ډلې استول شوي چې څرک لگوونکي سپي هم پکې شته، خو د تيارې خپرېدو دغه چارې له خنډ سره مخامخ کړې.

ايراني زلزله سنجوونکي وايي د زلزلې مرکز په شمال لوېديځ کې لس کيلومتره تر ځمکې لاندې و.

ورته مطالب