مرسي د دفاع وزیر د لرې کېدو په تړاو ولسي ملاتړ غوښتی

د انځور حقوق AP
Image caption د مصر حسني مبارک له پرځېدو وروسته د دغه ګوند او نظاميانو ترمنځ اړېکې ترينګلې دي.

د مصر نوي ولسمشر محمد مرسي له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې د پياوړي پوځي مشر فيلډ مارشال حسين طنطاوي او د هغه د مرستيال تر لرې کولو وروسته د هغه ملاتړ وکړي.

ولسمشر مرسي دارنگه هغه پوځي حکم هم لغوه کړى چې د هغه قانوني واکونه يې محدود کړي وو.

ښاغلي مرسي وويل، د دې گام مانا دا نه ده چې ځانگړي کسان او ادارې په نښه کړي.

وړاندې د مصر حکومتي تلويزيون راپور ورکړی چې ولسمشر محمد مرسي د دفاع وزير فيلډ مارشال حسين طنطاوي او د پوځ د مشر سامي عنان د لرې کېدو حکم صادر کړی دی.

ولسمشر مرسي د ښاغلي طنطاوي پر ځای جنرال خليل السيسي د مصر د دفاع وزير ټاکلی دی.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر يو وياند وايي، ولسمشر محمد مرسي د پوځي عالي شورا هغه ځانګړي اختيارات هم لغوه کړي چې د ولسمشر د واکونو د کمېدو په تړاو يې ټاکلي وو.

د نظامي شورا په واکونو کې چې اوس لغوه شوي دا هم وو چې قومندانان به دغې شورا ټاکل او د خدمت د مودې غځولو صلاحيت هم له دوی سره وو.

خبريالان وايي دا بدلون ډېر مهم دی او د سيناء په ټاپو کې د پوځ کمزورتيا ولسمشر محمد مرسي ته فرصت په ګوتو ورکړ چې دا ډول پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې وه د مصر لوړ رتبه پوځيان د ښاغلي مرسي د پرېکړې په غبرګون کې يوه فوق العاده غونډه راوبولي، خو ظاهرآ داسې برېښي چې اوس ترې تېر شوي دي.

ښاغلی مرسي چې د جون په مياشت کې يې د ولسمشرۍ واګې په لاس کې واخيستې، د اخوان المسلمين د ګوند غړی دی.

د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک له پرځېدو وروسته د دغه ګوند او نظاميانو ترمنځ اړېکې ترينګلې دي.

ورته مطالب