یاغیان وایي د سوریې حکومت جنګي الوتګه یې رانسکوره کړې

د انځور حقوق AP
Image caption داسې رپوټونه تر لاسه شوي چې سوریې یاغیانو ته هوایي ضد توغندي ورګړل شوي دي.

د سوریې دولتي تلویزون وایي د تخنیکي ستونزو له امله یې په ختېځ کې یوه جنګي الوتکه را پرېوتې.

خو د سوریې وسله وال مخالیفان وايي د عراق پولې ته څېرمه یې یوه حکومتي جنګي الوتکه را نسکوره کړې ده.

د سوریې وسله والو مخالفو لخوا خپره شوې ويډیو ښیي چې یو جنګي جیټ الوتکه د الوتکې ضد توغندیو له غږونو سره هم مهاله په اور کې سوځي او راولېږي. په ويډیو کې د خوشحالۍ او الله اکبر غږونه هم اوریدل کېږي.

دولتي تلویزون وایې پیلوټ د سقوط نه مخکې له الوتکې ټوپ کړی او دوی یې په لټه کې دي. د یوه دولتي خبري اژانس په وینا دغې جنګي الوتکې د خپل تمرین ماموریت تر سره کولو.

بل لوري ته وسله والو مخالفان ادعا کوي چې پیلوټ یې نیولی خو تر اوسه یې شواهد نه دي وړاندي کړي.

داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي چې سوریې یاغیانو ته هوایي ضد توغندي ورګړل شوي دي.

د اوونۍ په پیل کې یاغیانو داسې عکسونه خپاره کړل چې دوی د توغندوي د سیستم سره اخیستي و. دا کېدی شي د بشارالسد د ریجیم هوایي ځواک لپاره لوی ګواښ وي.

ورته مطالب