امريکا د مصر پر ملکي او پوځي مشرانو د ګډ کار غږ کړی

د خپريدو وخت: 09:04 گرینویچ - سه شنبه 14 اگست 2012 - 24 زمری 1391
مرسي، طنطاوي

پنټاګون وايي لا له وړاندې يې دا تمه لرله چې د مصر په پوځي مشرتابه کې به بدلون راوستل کېږي.

د امریکا متحده ایالتونو د مصر پر ملکي او پوځي مشرانو غږ کړی چې په ګډه سره کار وکړي.

واشنګټن دا غوښتنه له هغه یوه ورځ وروسته کوي چې د مصر ولسمشر محمد مرسي د پياوړي پوځي مشر فيلډ مارشال حسين طنطاوي په ګډون د یوه بل لوړپوړي پوځي چارواکي د لرې کېدو امر وکړ.

حسين طنطاوي هغه کس دی چې د حسني مبارک تر را پرځېدو وروسته يې د واک د لېږد بهیر څارلی دی.

پنټاګون وايي لا له وړاندې يې دا تمه لرله چې د مصر په پوځي مشرتابه کې به بدلون راوستل کېږي.

د پنټاګون وياند جارج لټل په وينا د امريکا حکومت او د دفاع وزارت د مصر له پوځي شورا سره د خپلو پراخو او نژدې اړيکو ساتل غواړي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال وايي که څه هم د ولسمشر محمد مرسي دې ګام کتونکي ګوته په غاښ کړي، خو امريکا په دې اړه هېڅ حيرانتيا نه ده ښوولې.

ده زياته کړه چې د مصر په نوي دفاعي سيستم کې داسې افسران شته چې په امريکا کې يې روزنه ترلاسه کړې او پنټاګون هغه پېژني.

پنټاګون وايي د مصر د نوي دفاع وزير په اړه هم خبر دي او هغه به د مصر د پوځ له مېنځه ټاکل کېږي.

دوی وايي هيله يې دا ده چې له مصر سره د پخوا په څېر پياوړی شراکت او اړېکې ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي اړينه ده چې په مصر کې پوځي او ملکي مشران په ګډه کار وکړي.

نوي ولسمشر محمد مرسي ويلي، د دفاع د وزير فيلډ مارشال حسين طنطاوي د لرې کېدو پرېکړه يې د هېواد د ملي ګټو په خاطر کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .